د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

افغانستان کې جنګي جنايتونه؛ اسټراليا د قربانيانو کورنيو ته د غرامت ورکولو په لټه کې دی


ارشیف: په افغانستان کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مالز ویلي، هېواد یې د اسټرالیايي سرتېرو له‌خوا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو په لټه کې دی.

خو داسې مهال چې د پل بریتون څېړنو کې د دې جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړه یوه مهمه سپارښتنه ده، اسټرالیايي چارواکو د دغې موضوع د پېچلتیا په اړه خبرداری هم ورکړی دی.

پل بریتون د اسټرالیا د نیوساوت ولز ایالت د عالي محکمې قاضي دی.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، د اسټرالیا دفاع وزیر ریچارډ مالز د اسټرالیا د نړیوال عدالت مرکز ته یوه لیک کې لیکلي: "له هغې ورځې چې دنده یې پیل کړې د افغانستان په اړه یې د څېړنو ټولو لارښوونو ته لومړیتوب ورکړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو د پنجشنبې په ورځ د اسټرالیايي ځواکونو د یوه افسر بن رابرټز سمېت پر وړاندې د غرامت د ورکولو کولو طرحه فدرال محکمې ته سپارلې ده.

ارشیف: په افغانستان کې اسټرالیايي سرتېری د عملیاتو پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې اسټرالیايي سرتېری د عملیاتو پر مهال

که څه هم د اسټرالیا حکومت تر اوسه په دې اړه کومه ځانګړې پرېکړه نه‌ده کړې، خو یو حقوق پوهه چې ازادي راډیو سره یې خبرې کړي ویلي، د اسټرالیا حکومت په یوې غوره لار فکر کوي.

افغاني الاصله اسټرالیايي وکیله ارزو صافۍ وايي، په افغانستان کې دننه د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکړه مناسبه لار نه‌ده، ځکه د نوموړې په خبره، د هغوی ژوند ته ګواښ پېښولای شي.

نوموړې وايي: "د اسټرالیا دولت ته زما وړاندیز دا دی، اوسمهال چې په افغانستان طالبان واکمن دي، که په مادي شکل د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي، ګواښ سره به مخ شي. هغوی ته باید پناه ورکړل شي او بیا غرامت ورکړل شي."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، نه یوازې اسټرالیا، بلکې نور هېوادونه هم باید په افغانستان کې د جنګي جنایتونو له امله غرامت ورکړي.

مجاهد وايي: "دا هېوادونه باید په دې اړه غرامت ورکړي. خلک یې وژلي، کورونه یې نړولي، دا لوی بحث دی چې مناسب وخت کې به مطرح شي."

د ازادي راډیو خبریال ونه توانېد چې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د قربانیانو کورنیو سره خبرې وکړي.

خو ګارډین ورځپاڼې لیکلي، د اسټرالیا د نړیوال عدالت مرکز اعلان کړی چې قربانیان کولای شي د دې قضیې اړوند حقایق راوسپړي.

د اسټرالیا ایس‌بي‌ایس ورځپاڼې بیا راپور ورکړی چې طالبانو ویلي، چمتو دي چې په دې برخه کې د اسټرالیا له څېړنیز ټیم سره همکاري وکړي، خو په دې شرط چې هغوی صادقانه څېړنې وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، که د اسټرالیا دولت وغواړي، دوی ورسره په دې اړه خبرې کولای شي، څو معلومه شي چې دا څېړنه د هغوی د کومې ادارې له‌خوا کېږي او څومره بې پرې ده.

د قاضي پل بریتون څېړنې چې پایلې یې په ۲۰۲۰ کال کې خپرې شوې، ښيي چې داسې کره اطلاعاتو ته یې لاسرسی موندلی چې ۲۵ اسټرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د ۳۹ تنو ملکي وګړو په وژنه کې ونډه لرلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG