د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

ایا تاسو د افغان محلي کارکوونکو د پروګرام په اړه پوهېږئ؟


د اسټرالیا بیرغ
د اسټرالیا بیرغ

ایا تاسو د افغان محلي کارکوونکو د پروګرام په اړه پوهېږئ؟

د اسټرالیا فدرالي حکومت اعلان کړی، هغه کسان چې د افغان محلي کارکوونکو په پروګرام کې یې کار کړی یوازې شپږ میاشتې پاتې چې د دې پروګرام لپاره درخواست وکړي.

په افغانستان کې یو اسټرالیایي سیمه ییز یا محلي کارکوونکی چې "Locally Engged Employee" پروګرام له لارې اسټرالیا ته تللی، وايي، یو شمېر همکاران یې چې په افغانستان کې پاتې دي، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

امان‌الدین مرادي چې اوه میاشتې وړاندې اسټرالیا ته تللی، ازادي راډیو ته وویل، اسټرالیا باید د دوی د همکارانو سره مرسته وکړي.

مرادي زیاتوي: "د اسټرالیا له دولت هیله کوو چې دا 'ال، ایي، ايي' د ویزې برنامه د نه بندوي، ځکه د هغوی ژوند خطر کې دی او دې باندې ټول پوهېږي. موږ هیله من یو چې برنامه کار وکړي، څو زموږ نور هېوادوال هم له دې پروسې برخمن شي او اسټرالیا ته راشي."

د اسټرالیا فدرالي حکومت وايي چې د دې پروګرام له لارې به یوازې د روان کال د نومبر تر پایه د ویزو لپاره نوي غوښتنلیکونه ومني.

د محلي کارکوونکو د ویزې پروګرام یوازې د هغو افغانانو لپاره دی چې په افغانستان کې یې د اسټرالیایي سازمانونو او اسټرالیا پوځ سره کار کړی وي.

د اسټرالیا د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې شپږ میاشتې وړاندې یې د سیمه ییزو افغان کارکوونکو د استخدام د پروګرام ارزونه پیل کړې وه، څو معلومه کړي چې دغه پروګرام له لارې د هغه افغانان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وه او دوی یې انتقالول په غاړه اخیستي وه نو ایا دوی خپلو موخو ته رسېدلی که نه؟

د دغې پروسې بیا کتنه یوې خپلواکې څېړنیزې ادارې 'ټام ویوین' ته سپارل شوې وه، یادې ادارې یو بشپړ راپور په همدې اړه د اسټرالیا د پارالمان مشرتانه ته وړاندې کړ.

د اسټرالیا حکومتي چارواکو ویلي چې د دغه راپور د سپارښتنو له مخې به د 'ال، اي، اي' پروګرام د ۲۰۲۴ کال د مې تر ۳۱ نېټې پورې په بشپړه توګه بند شي.

ویوین په خپل راپور کې ویلي چې د اسټرالیا حکومت د افغان محلي کارکوونکو د انتقال په پروسې کې پاتې راغلی او د دغې پروسې د ارزونې معیارونه اصلاً واضح نه دي.

لا معلومه نه ده چې په افغانستان کې څومره اسټرالیایي ملکي او پوځي همکاران پاتې، خو راپورونه ښیي چې لا ډېر کسان د اسټرالیا د انتقال په پروسې کې نه دي شامل شوي.

د اسټرالیا په سیډني کې د یوه حقوقي دفتر مسووله او د کډوالو وکیله ارزو صافۍ د دې پروګرام ځنډول د افغانانو لپاره غیرعادلانه بولي.

صافۍ ازادي رادیو ته وویل: "دا تصمیم چې دوی نن نیولی اصلاً د افغانستان خلکو ته یو لوی خیانت دی، په ځانګړي توګه هغه کسانو ته چې شل کاله یې ترجماني کړې ده، خپل ځان او خپلې کورنۍ ته یې ګواښ په سر منلی، څو د اسټرالیا د دولت سره همکاري وکړي، خو دا اعلامیه چې دوی نن اعلان کړې دا اصلاً بې انصافي ده."

د اسټرالیا د حکومت له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي چې له ۲۰۱۳ کال څخه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې له ۲۳۰۰ څخه زیاتو افغانانو او د هغوی د کورنیو له ۱۷۰۰ څخه زیاتو غړو د افغان سیمه ییزو کارکوونکو د پروګرام په چوکاټ کې اسټرالیا ته سفر کړی دی.

خو په راپور کې راغلي چې د اسټرالیا حکومت د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی او تر ۲۰۲۶ کال پورې یې د اسټرالیا د بشري مرستو په پروګرام کې ۲۶۵۰۰ ځانګړي ځایونه د افغانانو اتباعو لپاره ځانګړي کړي دي.

د اسټرالیا د حکومت په خبره، د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشت راهیسې چې افغانستان د طالبانو لاس ته ورغی، ۱۲۰۰۰ زیاتو افغانانو ته دایمي بشري ویزې ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته په تېرو شلو میاشتو کې په سلګونو زره افغانان له هېواده وتلي دي.

XS
SM
MD
LG