د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

اسټرالیا کې د افغان ښځو په ملاتړ اعتراضیه غونډه شوې


د اسټرالیا میلبورن کې د افغانانو د غونډې انځور
د اسټرالیا میلبورن کې د افغانانو د غونډې انځور

په اسټرالیا کې د افغان ښځو په ملاتړ اعتراضیه غونډه وشوه.

دغه غونډه د اسټرالیا په میلبورن کې د ځايي مېشتو افغانانو لخوا جوړه شوې وه.

دوی پر طالبانو غږ وکړ چې افغان ښځو ته د زده کړو او کار کولو اجازه ورکړي.

د غونډې ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې په عملي توګه دې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

د غونډې ګډونوالو د اسټرالیا د دولت څخه دا غوښتنه هم وکړه چې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ د پلان شویو لوبو لغوه کولو پرېکړه دې بېرته واخلي.

شریف الله شرافت له اسټرالیا څخه په دې اړه راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG