د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

واشنګټن پوسټ: د اسټرالیا لوړ رتبه سرتېري د 'جنګي جرمونو' قضیه وبایلله


په افغانستا کې اسټرالیايي سرتېري د جګړې پر مهال. October 2, 2009
په افغانستا کې اسټرالیايي سرتېري د جګړې پر مهال. October 2, 2009

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د یوه سرتېري قضیې ته په اشاره لیکي چې د اسټرالیا لوړ رتبه سرتېري د 'جنګي جرمونو' قضیه وبایلله.

بین رابرټس سمېت یو له هغو ۱۰۱ اسټرالیایي سرتېرو دی چې د ویکټوریا کراس، د زړورتیا تر ټولو لوړو مډالونو څخه یو يې ترلاسه کړی، او د اتل په توګه ستایل شوی.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې د سیډني د محکمې پرونۍ د جون لومړۍ پرېکړه د یوې قضیې لپاره ډراماتیک پای دی چې تر سلو ورځو زیاته وخت یې واخیست، تر ۱۵ میلیونه ډالرو زیات لګښت یې درلود او په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو جرمونه یې مطرح کړل.

د واشنګټن پوسټ په مقاله کې راغلي ، دا قضاوت د سیډني مارنېنګ هیرالډ، ایج او کینبرا ټایمز ورځپاڼو او د کارپوهانو په وینا، په اسټرالیا کې د ژورنالېزم او عامه ګټو لپاره یوه لویه بریا وه. د افغانستان د قربانیانو مدافعانو هم د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د دغو جنایتونو د قربانیانو ژوندي پاتې شوي او د قربانیانو کورنۍ په حقایقو د پوهېدو مستحق دي.

په ۲۰۲۰ کال کې د بریټن راپور په نامه یوې څلور کلنې څېړنې ښودلې چې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ بې وسلې ملکي بندیان وژلي وو.

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې د سیډني د فدرال محکمې قاضي انټوني بیسانکو ویلي چې رابرټس سمېت د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپلې دندې پر مهال د جګړې له اخلاقي او قانوني اصولو سرغړونه کړې ده. د بېلګې په توګه، هغه یو بې وسلې افغان سړی د غره له یوې غونډۍ څخه وغورځاوه او نورو سرتېرو ته یې امر وکړ چې هغه ووژني.

په وروستۍ برخه کې راغلي چې قاضي انټوني بیسانکو وویل چې سمېت د نورو جرمونو تر څنګ یو سړی چې مصنوعي پښې يې درلودې، هم وژلی و او د هغه مصنوعي پښه یې له ځانه سره اسټرالیا ته وړې وه.

واشنګټن پوسټ لیکلي چې رابرټس سمېت د پنجشنبې په ورځ په محکمې ته نه و حاضر او له هغه وروسته یې هېڅ بیان نه دی خپور کړی، خو د اسټرالیا د قانون له مخې هغه اوس د قضیې د ټولو خواوو د قانوني لګښتونو د پرې کولو مسوولیت لري.

برتانوۍ مجلې انډيپينډنټ په دې هېواد کې د افغان کډوالو پر ستونزو بحث کړى او ليکلي يې دي چې له هوټلونو څخه د زرګونو افغانانو د ايستلو اعلان شوى او خبردارى يې ورکړى چې که هوټلونه خالي نه کړي، دا به د دوی له خوا تېری وګڼل شي.

د انډيپينډنټ په وینا کډوالو ته ویل شوي چې دوی باید د شخصي کرایه شوي استوګنې په لټه کې شي ځکه چې حکومت نور نه شي کولای له دوی سره د کور په برخه کې مرسته وکړي.

د انډيپينډنټ په وینا، ټولو هغو ۸۰۰۰ افغان کډوالو چې په هوټلونو کې اوسي د مې میاشتې تر پایه د ایستلو خبرتیاوې ترلاسه کړي، تر دې مخکې دوی ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی و چې له هوټلونو ووځي او د ځان لپاره کورونه کرایه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG