د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

اوچا: تر ۲۸ میلیونه ډېر افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسونې له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسونې له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په روان ۲۰۲۳م کال کې د ژوندی پاتې کېدو لپاره نږدې ۲۸ میلیونه او ۳ لکه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې پر اساس، د دغو څه باندې ۲۸ میلیون تنو په منځ کې ۱۷ میلیونه له شدیدې لوږې سره مخامخ دي او ۶ میلیونه یې په اضطراري ډول خوړو ته اړ دي.

اوچا پرون دوشنبه په خپل راپور کې ویلي چې 'پیپل این نیډ' موسسه د اروپايي اتحادیې په ملاتړ د افغانستان په میدان وردک ولایت کې د خوراکي امنیت، اوبو، تغذیې، نظافت او پاکو اوبو پروګرام پیل کړی دی.

د دې پروګرام پر اساس د هغو کسانو ملاتړ کېږي چې ستونزې یې خورا ډېرې دي او د خپل ژوند ضروري اړتیا وړ شیان نه شي ترلاسه کولای.

ازادي راډیو ته د اکثره اورېدونکو د پیغامونه موضوع بې وزلۍ او د مرستو له نه وررسېدو څخه شکایت وي.

ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري کندهار کې بې وزلو سره د مرستو له بهیر څخه انځور
ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري کندهار کې بې وزلو سره د مرستو له بهیر څخه انځور

اوچا په خپل راپور کې د میدان وردک ولایت د سیداباد ولسوالۍ د سرې کلا د یوه اوسېدونکي، چې عید محمد نومېږي، د ژوند سختو شرایطو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې نوموړی څلور لوڼې او دوه زامن لري او د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ پیدا کوونکی دی، خو د وچکالۍ لپاره یې له خپل پټي حاصل نه دی ترلاسه کړی او دا په داسې حال کې ده چې سږنی ژمي خورا سوړ او سخت و.

اوچا ته ۵۱ کلن عید محمد ویلي چې یوازې یې کلکه وچه ډوډۍ په مشکله پیدا کولای شوای او په هغې ده او ماشومانو ګوزاره کړې ده.

دی وايي چې دا یې هم له خپلوانو په اخیستو پور پیسو موندلي چې اوس یې پور بېرته پرې کولای نه شي.

عیدمحمد وايي چې یو ۱۴ میاشتنی ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته دی ځکه چې خواړه نه ورسېږي.

ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم
ارشیف: په افغانستان کې په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم

د اوچا د راپور له مخې، عیدمحمد یو له هغو کسانو څخه دی چې د اروپايي اتحادیې د مرستې مسحق ګڼل شوی.

ده ته تر اوسه پورې دوه ځلې ۶۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوي چې غوړي، اوړه، وریجې، لوبیا او چای یې پرې اخیستی او خپله کورنۍ یې له ژمي پرې روغه راایستلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG