د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

اوچا: افغانستان کې د کرونا د خپرېدو له پيل د سږکال تر فبرورۍ پورې نږدې اته زره کسان مړه شوي


د کويډ - ۱۹ د درملنې يو مرکز
د کويډ - ۱۹ د درملنې يو مرکز

د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي چې، په افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو له پیله د سږ کال د فبرورۍ تر پایه پورې ۷ زره ۸۸۶ تنه افغانان په دې ساري ناروغۍ مړه شوي دي.

اوچا په یوه راپور کې، چې پرون (جمعه) یې پر خپله وېبپاڼه خپور کړ همداراز ویلي، د سږ کال د فبرورۍ تر ۲۸ پورې په افغانستان کې ۲ لکه ۹ زره تنه په کوویډ۱۹ اخته شوي، چې د هغو په منځ کې ۹۱ اعشاریه ۳ یې رغېدلي او ۳ اعشاریه ۸ نور مړه شوي دي.

د کرونا د ناروغانو د مړینو عمده عوامل بلل شوي دي.

د اوچا د راپور پر اساس، شدید تنفسي عفونت او شدید اسهال په افغانستان کې د کرونا د ناروغانو د مړینو عمده عوامل بلل شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د مالوماتو پر اساس، تر پرون (پنجشنبې) ماښامه پورې په درسته نړۍ کې په کرونا وبا ټولټال ۶ ملیونه او ۸ لکه ۹۷ زره ۶۷۷ تنه مړه شوي او د مارچ تر یو ویشتمې یا د حمل تر لومړۍ پورې څه باندې ۷ سوه ۶۱ ملیون تنه رغېدلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو‌ایچ‌او د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۱۵۵ راز راز طبي کېټونه او نور وسایل وېشلي چې په راتلونکو درې میاشتو کې نږدې ۵۹ زره تنه ورڅخه کار واخلي.

يو ناروغ د کرونا د معاينې پر مهال، ارشيف
يو ناروغ د کرونا د معاينې پر مهال، ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې، د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې یې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې دوه میلیونه او ۳ لکه تنه، چې یو میلیون او ۲ لکه یې ښڅې وې، د کوویډ ۱۹ په وړاندې واکسین کړي دي.

د دغه سازمان په وینا، د واکسین په دې کمپاین کې یې اتلس کلنو او تر ۱۸ کلونو مشرانو ته واکسین ورکړی دی.

له بلې خوا د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونېسف د افغانستان غرنیو سیمو ته ګرځنده طبي ټیمونه استولي چې، په دغو سیمو کې خلکو ته د واکسین د ورکولو تر څنګ د خوارځواکۍ د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.

د یونېسف په وینا روغتیايي ټیمونو یې د فبرورۍ په میاشت کې ۲ لکه ۸۷ زره تنو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

اوچا وايي، د هدف په نوم مؤسسې هم، چې د دماغي روغتیا او رواني تکلیفونو په برخه کې طبي خدمات وړاندې کوي، په هلمند، پکتیا، غزني، خوست، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د کوویډ ۱۹ د واکسین ترڅنګ د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خدمات وړاندې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG