د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

اوچا: په افغانستان کې د ۸۰ سلنه کورنیو عاید کم شوی


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې مخ په ځوړ اقتصاد د خلکو عاید را کم کړی، بې کاري یې زیاته کړې او خلک یې پوروړي کړي دي.

په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ ورځ تر بلې د خپل عاید له کمېدو سر ټکوي او وايي، نه‌شي کولای خپل ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

له دوی په کابل کې یوه مېرمن چې مېړه یې مړ شوی او اوسمهال له خپلو ماشومانو سره په واټونو توکي پلوري او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل، د لس کسیزې کورنۍ مسوولیت ور تر غاړې دی او مجبوره ده چې خواښې او خُسر او خپلو اووه اولادونو ته ډوډۍ وګټي.

هغه وايي: "کوچني ماشومان لرم. کورنۍ کې لس تنه ښځې او نارینه‌ یوو، خو د کار کولو لپاره څوک نه‌لرم. مجبوره یم چې کار وکړم. وروسته له دې چې مېړه مې شهید شو، سرایونو ته تلم او ممیز به مې پاکول، خو اوس هغه کارونه هم نه‌شته. هر څوک خپل خپلوان په کار ګماري."

دا مېرمن زیاتوي، وړاندې یې په ورځني ډول له ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو ګټه وټه درلوده، خو اوس دا پیسې ۲۰۰ افغانیو ته را ښکته شوې دي.

د کابل یو بل اوسېدونکی صفي‌الله چې خټګر دی، وايي، هره ورځ له سهاره تر ماښامه په کار پیدا کولو پسې سړکونو ته وځي، خو تش لاس کور ته ستنېږي.

صفي الله ازادي راډیو ته وویل، اقتصادي وضعیت یې د تېر کال په پرتله خراب شوی دی.

هغه وویل: "هېڅ کار نه‌شته، اوونۍ کې هم را ته کار نه پیدا کېږي. خلک پیسې نه‌لري چې د بیا رغونې کارونه پیل کړي، د خلکو اقتصاد هم خراب دی. موږ له سهار تر غرمې درلته راځوو، کار نه پیدا کېږي او بې‌روزګاره پاتې کېږو."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې مخ په ځوړ اقتصاد د خلکو عاید را کم کړی، بې کاري یې زیاته کړې او خلک یې پوروړي کړي دي.

دې سازمان پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په افغانستان کې د ۸۰ سلنه کورنیو عاید کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تېره اوونۍ وویل، سږ کال په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۴،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا دغه شان ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې به بشري مرستو د اړو کسانو شمېر ۲۸.۳ میلیونو کسانو ته ورسېږي.

مخکې تر دې یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د دغه هیواد تر نيمايي ډېر وګړي له سختې بې‌وزلۍ او فقر سره مخ دي.

په دې ورستیو کې د افغانستان لپاره د څو لوېدیځو هېوادونو او د اروپايي ټولنې ځانګړو استازو هم په افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه وښوده.

دې ډلې چې د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو، کاناډا، اسټرالیا، بریتانیا، اروپايي ټولنې، جرمني، فرانسې، ناروې، سویس او ایټالیا ځانګړي استازي په‌کې وه، د مارچ په اومه په یوه ګډ بیان کې وویل، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د خرابېدونکي بشري او اقتصادي وضعیت لپاره ژوره اندېښنه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG