د کابل ښار اوسېدونکی لعل ګل چې نږدې شل ورځې وړاندې يې د یو مرستندویه بنسټ له لوري مرسته ترلاسه کړې وايي، په کور کې يې مرسته شوي، اوړه، وریژې او سونګ توکي مخ په خلاصېدو دي.
دی وايي، نه کار شته او نه روزګار او حیران دی چې که دا توکي خلاص شي د خپلو اولادونو نسونه به په څه مړوي؟
لعل ګل زیاتوي: "نه پوهېږم چې کوم بنست و. زموږ د ګذر وکیل یوه بورۍ اوړه، وریژې، لږ سونګ توکي او لوبیا راوړل، څو ورځې وروسته دا هم خلاصېږي، حیران یو چې څو ورځې وروسته څه وکړو."
خو په افغانستان کې ډېری خلک شته چې د نړیوالو بشر دوستانه مرستې یې لا نه دي ترلاسه کړي دي.
نصیر چې بې وزلۍ د ډوډۍ ګټلو یوازینۍ وسیلې ریکشا پلورلو ته اړ کړو وايي، د ریکشا د پلور پیسې يې د اولادونو درملنې ته ځانګړي کړي، خو ظاهراً بې وزلي د هغه بې درمانه درد دی.
نږدې دوه میاشتې کېږي چې بې کاره دی او د خپل کور لپاره د سونګ او خوراکي توکو د پېرلو امکانات نه لري.
هغه زیاتوي چې تر اوسه ورسره هېڅ کوم خیریه بنسټ مرسته نه ده کړې: "مرستې هم زموږ لپاره یوازې یوه شایعه مالومېږي. موږ د مرستو غږونه اورو چې ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستې کړي دي، خو تراوسه مو هېڅ نه دي لیدلي. چا له موږ سره مرسته نه ده کړې، مرستې په عادلانه ډول ونه وېشل شوې، هر یو په خپل سر مرستې وېشي، مرستې هم واسطه لرونکو ته رسېږي."
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د نړیوالو د بشر دوستانه مرستو بهیر پیل شوی دی، خو دې هېواد کې د دغه مرستو د شفافیت په اړه اندېښنې شته.
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، د ملګرو ملتونو له سازمانه یې غوښتي چې افغانانو سره د بشر دوستانه مرستو د شفافیت لپاره یو مېکانیزم رامنځته کړي.
خو د دغه بنسټ مشر سید اکرام افضلي وايي چې تراوسه پورې دوی کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د ښاغلي افصلي په خبره، دا ځکه مهمه ده چې خلک په دې اړه ډاډ تر لاسه کړي: "یو څه نړیوالې مرستې افغانستان ته رسیدلي، خو تر اوسه د دغو مرستو د شفافیت په اړه یو مېکانېزم نه دی رامنځته شوی. موږ د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتنه کړې ده چې په دې اړه یو واضح مېکانېزم رامنځته کړي، څو خلکو ته حساب ورکړلی شي او ولس په دې اړه ډاډ تر لاسه کړي، خو تر اوسه پورې موږ کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی."
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له دغه هېواد سره په حکومتي کچه د نړیوالو مرستې بندې او له هېواده بهر پانګې یې هم کنګل شوي.
خو دا چې خلک دغه هېواد کې له لوږې او جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ورسره خپلې مرستې اعلان کړي چې یوه اندازه یې دغه هېواد رسیدلي او پر ځینو اړمنو د ویشل کېدو راپورونه یې هم خپاره شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټ د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه چې د ډسمبر په ۱۹مه نېټه په اسلاماباد کې وشوه وویل، افغانستان سره د بشري مرستو لپاره راتلونکي ۲۰۲۲ کال کې د څلور نیم میلیارډ ډالرو غوښتنه کوي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په دې کال کې به ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو سارمان روان کال هم په یوه غونډه کې له مرستندویو هېوادونو د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنې ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې د مدني ټولنو نوې اعلان شوې مشترکه کاري شبه، د یادې شبکې د جوړېدو یو هدف هم افغانانو سره د بشري مرستو څارنه ده.
د دغې شبکې د مشرتابه شورا غړي خان زمان امرخېل ازادي راډیو ته وویل:"مدني ټولنو په کابل کې خپل نوی جوړښت اعلان کړ چې د دوی لومړنی هدف د افغانستان خلکو ته د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو او بېلابېلو هېوادونو له عادلانه وېش او شفافیت څار دی."
دغه شبکې پرون خپل موجودیت اعلان کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ هم د دغو مرستو له عادلانه ویش او شفافیت، د مدني ټولنو، ولسي شوراګانو او جرګو پر څار ټینګار کوي.
خو د دغه بنست مشر سید اکرام افضلي وايي، اړینه ده چې د ملګرو ملتونو سازمان او نورې نړیوالې ادارې هم چې دې برخه کې کار کوي، افغانانو سر د بشري مرستو د اندازې او د ویش د څرنګوالي په اړه وخت په وخت لازم اطلاعات شریک کړي.