د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۲۳

خبرونه

اوچا د میلیونونو افغانانو لپاره د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي

ارشیف: په غزني کې بې وزله خلکو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي، مرستندویې ادارې په ۲۰۲۳م کال کې د میلیونونو افغانانو لپاره د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي.

دغې ادارې نن سهار په یوه ټویټ کې لیکلي، نړیواله ټولنه باید په اوسني وخت کې د خلکو تر څنګ ودرېږي او نه دې پرېږدي چې وضعیت نور هم خراب شي.

ملګرو ملتونو ویلي، روان کال به په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۸ میلیونه او درېیو لکو ته ورسېږي.

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان لا هم په نړۍ کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی او درې میلیونه او دوه لکه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، په خوارځواکۍ اخته دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امريکا د ايران پر يو شمېر شرکتونو بنديزونه ولګول

د امريکا بيرغ

د امریکا متحدو ایالتونو پرون سه‌شنبې د ایران پر هغو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول چې د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د تجهیزاتو په برابرولو تورن دي.

د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له FBI سره په همغږۍ دغه بندیزونه په ایران او ترکیه کې پر څلورو شرکتونو اودرې تنو لګولي چې د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو او د وسلو د پروګرامونو لپاره د کارېدونکو تجهیزاتو په پېرودلو تورن دي.

په دې ډله کې د ایران د دفاعي ټکنالوژۍ او ساینس څېړنیز مرکز هم شامل دی.

امریکايي دفاعي چارواکي وايي، ایران روسیې ته بې‌پیلوټه الوتکې ورکوي، چې په اوکراین کې د ملکي وګړو او ملکي زیربناو پر ضد کارول شوي دي.

مک‌کال: که بلېنکن نن له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو اسناد را ونه‌سپاري احضار به شي

انتوني بلېنکن

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مک‌کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی چې له افغانستانه د امریکا د ویجاړونکې وتلو په اړه دې غوښتل شوي اسناد ور وسپاري ،ګنې د احضاریه حکم به صادر کړي.

ټاکل شوې چې بلېنکن د پنجشنبې په ورځ د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون وکړي.

د مک‌کال دفتر ویلي، د جنوري په ۱۲مه یې په یوه لیک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د ګڼ شمېر هغو اسنادو د ور سپارلو غوښتنه کړې وه چې، هغه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا له ویجاړونکې وتلو سره تړاو لري.

دې دفتر همدارنګه ويلي چې د مارچ په دریمه یې بیا ورڅخه د ورته اسنادو د ورسپارلو غوښتنه کړې وه خو دې وزارت تر اوسه له دې کارڅخه ډډه کړې ده.

د مک‌کال دفتر ویلي، دغه اسناد له افغانستانه د بایډن د ادارې د وتلو د بهیر په اړه د دې کمېټې د څېړنو لپاره ډېر مهم دي.

د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوري‌پال مشر مک‌کال خبرداری ورکړی چې، که تر نن پورې دغه اسناد ور ونه‌سپارل شي، د احضاریه حکم به صادر کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو سره په دې هېواد کې د امریکا شل کلنه جګړه پای ته ورسېده خو طالبان بیا پرافغانستان واکمن شول.

سعودي عربستان سبا پنجشنبه د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې

ارشیف

د سعودي عربستان حکومت وايي، پرون سه‌شنبه میاشت ونه لیدل شوه او پنجشنبه به د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.

حرمین شریفین په یوه اعلامیه کې ویلي، سر له سبا به د عربستان په دوو سپېڅلو جوماتونو مسجد نبوي او مسجد حرام کې د تراويح لمونځونه کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د روژې د اعلان په اړه څه نه‌دي ويلي، خو د افغانستان حکومت د سعودي عربستان د محکمې له اعلان وروسته هم روژه نيسي او هم اختر کوي.

د هند پوليسو کشمير کې يو خبريال د تروريستي فعاليتونو په تور نيولی

د هند پوليس د کشمير په ساحه کې، ارشيف

د هند د ټروریزم ضد افسرانو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو خبریال او د بشري حقونو د یوې ډلې کارکوونکی نیولي دي.

هندي چارواکو پرون سه‌شنبه وویل، پر دغه خبریال تور لګول شوی، چې د تروریستي فعالیتونو په تمویلول کې دخیل و.

د عرفان مهراج په نوم مقطع يي خبریال او د مجلې اډیټر د دوشنبې په ورځ په سرینګر کې د پولیسو ماموریت ته احضار کړای شوی و او د د تحقیقاتي ملي ادارې پرون نوموړی توقیف کړ.

تر دې مخکې هم دغه خبریال څو- څو وارې د تحقیقاتو ملي ادارې له‌خوا له پوښتنو ګروېږنو سره مخ شوی دی، خو بېرته خوشې شوی دی.

مهراج د جمو کشمیر د مدني ټولنې له ايتلاف سره هم کار کاوه، چې د بشري حقونو یوه ډله ده او د هغې پخوانی مؤسس خرم پروېز د هند له‌خوا د ۲۰۲۱م کال په نوامبر میاشت کې ونیول شو.

امريکا: پنټاګون اوکراين ته د ټانکونو د ورکولو بهير تېزوي

امریکايي چارواکي وايي، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په پام کې لري، چې اوکراین ته د ابرامزـ۲ په نوم د ټانکونو د ورکولو بهیر چټک کړي.

پنټاګون دا مهال پر دې غور کوي، چې د دغو ټانکونو زړې بڼې تر جوړولو وروسته اوکراین ته ورکړي، چې دا کار تر نویو ټانکونو لږ وخت نیسي.

امریکايي چارواکو اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته پرون ویلي، هدف دا دې چې له اتو تر لسو میاشتو پورې د اوکراین جنګي ساحې ته دغه جنګي ټانکونه ورسول شي.

اصلي پلان دا و چې اوکراین ته ۳۱ عرادې ابرامزـM1A2 ډوله ټانکونه ورکړل شي، چې جوړول او اوکراین ته رسول یې تر یوه یا دوو کلونو وخت نیسي.

چارواکي وايي، اوس پرېکړه شوې چې د ابرامزـM1A1 ډوله پخواني ټانکونه اوکراین ته ولېږل شي، چې د اوکراین پوځیان به یې په اسانۍ سره کارولی او حفظ و مراقبت کولی شي.

دغو امریکايي چارواکو پرون سه‌شنبه د نوم نه ښوولو په شرط خبرې کولي، ځکه دغه پلان لا په عامه نه‌دی خپور شوی.

ویل شوي، په دې اړه به د امریکا دفاع وزارت ډېر ژر دغه اعلان وکړي.

د ایران د لوېدیځ په ګڼو کردمېشتو سیمو کې د حکومت پر خلاف تازه اعتراضونه شوي

ايران کې اعتراضونه

د ایران امنیتي ځواکونو د دغو اعتراضونو په وړاندې په داسې حال کې له فشارونو کار واخیست چې په ایران کې پرون د نوروز جشنونه روان وو.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو راپورونو کې ښکاري، چې د اذربایجان غربي په مهاباد، اشنویه، بوکان، پیرانشهر او د کردستان په سقز، سنندرج او دهګلان کې پر لارو سړکونو اعتراضونه شوي دي.

د بشري حقونو د یوې ډلې ههنګاو د ویبسایټ په ګډون ځینو سرچینو ویلي، په سقز ښار کې راټولو شویو کسانو د ۲۲ کلنې مهسا امیني پر مړینه ویر وکړ.

دغه مېرمن چې په سپټمبر میاشت کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

دغه پېښه په ټول ایران کې د څو میاشتو لپاره د پراخو اعتراضونو سبب شوه.

کرېکټ؛ د افغانستان کم‌عمره ځوانان نن له سريلانکا سره شل اوريزه لوبه کوي

افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال

د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډله نن د درې اړخیزو مسابقو په لړ کې د سریلانکا په وړاندې شل اووره مسابقه کوي.

کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې دا به په ابوظبۍ کې د افغانستان او سریلانکا دویمه مسابقه ده، چې نن چهارشنبه د کابل پر وخت د ماسپین درې نیمې بجې پیلېږي.

د کورني کرېکټ مسوول، نظیم جار عبدالرحیمزي پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: "چمتووالي ښه نتیجه ورکړه. زه باور لرم د درېیو هېوادونو افغانستان، بنګله‌دېش او سریلانکا دغه لوبلړۍ چې ده، په‌کې به زموږ ۱۹ کلن هلکان ښه وځلېږي."

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم‌عمره لوبډلې د یادې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

افغانستان او پاکستان کې د تېرې شپې د زلزلې له امله يوولس کسان مړه شوي

د زلزلې له امله خلکو شپه پر سړکونو تېره کړه

د تېرې شپې په زلزله کې چې د افغانستان او پاکستان ډېرې سیمې یې ولړزولې، افغان او پاکستاني چارواکو د لږ تر لږه یوولسو کسانو د مړه کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د امریکا د جیولوژۍ مرکز د دغې زلزلې چې مرکز یې د هندوکش په غرونو کې و، قدرت د ریښترپه کچه ۶،۵ ثبت کړی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ټویټ کې ویلي، په ۳۴ ولایتونو کې روغتیایي مرکزونو ته د دوو تنو مړي او نږدې شل تنه ټپیان ور وړل شوي، خو د هغه په خبره دا د مرګ‌ژوبلې وروستي ارقام نه‌دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې، د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې دغه زلزله ډېره شدیده وه خو تر اوسه د کومو ځاني زیانونو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

د پاکستان د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند بلال فیضي او یو شمېر نورو چارواکو ویلي، د پښتونخوا ایالت په مختلفو برخو کې د کورونو د چتونو د نړېدو له امله لږ تر لږه نهه تنه مړه شوي دي.

فیضي همدارنګه ویلي چې، په سوات دره کې له سلو زیات کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت طبعي پېښو ته د رسېدو د چارو د ادارې ویاند تیمور خان ویلي، لږ تر لږه نولس خټین کورونه په لیرې پرتو سیمو کې ویجاړ شوي او هڅې پیل شوي چې د دغې زلزلې د اړول شویو زیانونو په اړه معلومات راټول شي.

کابل او شاوخوا ولايتونو کې زوروره زلزله وشوه

انځور - ارشيف

په کابل، شا و خوا ولایتونو او د پاکستان په شمال کې نن شپه د زورورې زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د زلزلې ټکانونه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې هم احساس شوي دي.

لا په دې زلزله کې د مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو دقیقه اندازه نه‌ده ښوول شوې.

د پاکستان د پوځ د لېوا يو مشر مصطفی برکي په يو بريد وژل شوی

ارشيف

نن په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د یوې لېوا مشر مصطفی برکي وژل شوی دی.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، برکي افغانستان ته تللی وو او له هغه هېواد څخه تر ستنېدو وروسته له انګور اډې سیمې څخه واڼا ته روان وو چې په لاره کې ووژل شو.

په پېښه کې د مصطفی برکي موټروان هم وژل شوی دی او دوه تنه نور ټپیان دي.

تر اوسه د پېښې مسولیت کوم چا یا ډلې نه‌دی منلی.

لېوا مشر مصطفی برکي تېر کال له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې په خبرو کې مهم رول درلوده.

په وروستیو کې هغه د پاکستان د استخباراتي ادارې ای‌ایس‌ای پخواني مشر جنرال فېض حمید سره افغانستان ته تللی و چې، د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود سره خبرې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG