د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولي


ارشیف: د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکې له دندو ګوښه کړای شوې.
ارشیف: د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکې له دندو ګوښه کړای شوې.

د کار او روغتیا نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د کار نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو د کاري بوختیاوو کچه د اندېښنې وړ بولي او وایي، تېر یوه نیم کال کې دا بوختیاوې د پام وړ کمې شوي دي.

په دغه سازمان کې د افغانستان د څانګې همغږي کوونکي رامین بهزاد د چهارشنبې په ورځ د مارچ په اتمه ازادي راډیو ته وویل، د ښځو د کاري فرصتونو په کمولو کې سیاسي بدلونونو ډېر رول لوبولی دی.

بهزاد وايي: "لکه څنګه چې لیدل کېږي، په خواشینۍ سره چې په افغانستان کې ښځې او کار لرونکې مېرمنې تر ډېره دغو تحولاتو او بدلونونو اغېزمنې کړي دي، د دوی د بوختیاوو کچه ډېره کمه شوې."

تر دې یوه ورځ مخکې د کار نړیوال سازمان په افغانستان کې د کاري بوختیاوو په اړه یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي د ښځو کاري چارې ۲۵ په سلو کې او د نرینه و ۷ په سلو کې کمې شوي دي.

دغې سروې کې د ۲۰۲۱ کال دویمه ربعه یا د پخواني نظام وروستۍ میاشتې د ۲۰۲۲ کال له دویمې ربعې سره پرتله شوي دي.

د کار نړیوال سازمان په وینا، د هغو کسانو شمېر چې تېر یوه نیم کال کې بې کاره شوي دي، څه باندې نهو لکو ته رسېږي.

دا د هغې وړاندوینې یو نیم برابر زیاتې شمېرې دي چې تېر کال ملګرو ملتونو کړې وه.

د ښځو د کاري بوختیاوو د کموالي په اړه اندېښنې داسې مهال ښودل کېږي چې طالبانو په تېره ډسمبر میاشت کې په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې یو انځور - August 15 2022
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې یو انځور - August 15 2022

له دې سره همهاله د روغتیا نړیوال سازمان ویلي په افغانستان کې د روغتیا څانګې ښځینه کارکوونکې له پراخو ننګونو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د دغه سازمان استازي ډاکتر لو ډیپانګ پرون د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پيغام کې ویلي، دوی په ټول افغانستان کې اړمنو ښځو ته د رسېدو لپاره هڅې جارې ساتي.

ډیپانګ وویل: "تاسو ته ډاډ درکوم چې د روغتیا نړیوال سازمان روغتیایي او تعلیمي خدمتونو ته د لاسرسي په ګډون د ښځو د پیاوړي کولو د دفاع چارو ته دوام ورکوي."

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۷ میلیونه کسان روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې چې تېره فبروري میاشت کې یې خپرې کړې، ۲۰۲۰ کال کې ښځې د افغانستان د کاري ځواک ۲۲ فیصده برخه جوړوله، خو اوس اټکل کېږي چې دا کچه ۱۶ فیصدو ته راټیټه شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG