د ولسي جرګې ځیني غړي او د نړیوالو اړیکو افغان کارپوهان وايي، د افغانستان او پاکستان اړیکې د پاکستان د خصمانه کړنو او د پرلهپسې لاسوهنو له امله سختې زیانمنې شوي چې بیارغولیې وخت او مسلسل زیار او کار ته اړتیا لري.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي نادرخان کټوازي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا په بشپړه توګه لهمنځه تللې، افغان ولس د پاکستان عمل ته منتظر دی.
نوموړی وايي:
"د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا په بشپړه توګه لهمنځه تللې، له هر سفر وروسته نارې وهل کېږي چې له دې وروسته به په افغانستان کې سوله راځي، خو د وخت په تېرېدو هر څه هېر شي، افغان ولس اوس پوه شوی، هر څه چې د عمل په ډګر کې ونهویني، په تشو څرګندونو باور نهکوي."
دا پهداسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د تېرې جمعې په ورځ د افغان ولسمشر په بلنه کابل ته سفر کړی و.
عباسي د کابل تر سفر یوه ورځ وروسته د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې غونډې ته ویلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې امنیت راشي.
نوموړي په دغه سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني سربېره له اجرائیه رئیس عبد الله عبدالله سره هم وليدل او پر دوه اړخیزو اړيکو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او افغان سولې په اړه خبرې وکړې.
د دغه سفر په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې هم راغلي چې دواړو هېوادونو له ترورېزم سره د مبارزې، د تاوتریخوالي د راکمولو، سولې، د کډوالو په ستنېدو او د ګډې اقتصادي پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان صدراعظم کابل ته د سفر په جریان کې افغان ولسمشر ته پاکستان ته د ورتګ بلنه هم ورکړې ده.
د نړیوالو اړیکو افغان کارپوهانو له ډلې انتظار خادم د دواړو هېوادونو د مشرانو تګ راتګ په نېک فال نیسي او وايي چې پر پاکستان د نړیوالې ټولنې تر فشارونو وروسته د هغه هېواد په ملکي حکومت کې بدلون لیدل کېږي، خو د نوموړي په خبره پوځي چارواکي یې لا هم پخوانۍ ستراتېژیانې تعقیبوي.
ښاغلی خادم ټینګار کوي، که افغان حکومت غواړي پاکستان په خپلو ژمنو عمل وکړي، باید د نړیوالې ټولنې له حضوره په استفادې په نوموړي هېواد فشارونه زیات کړي.
نوموړی وايي:
"افغان حکومت باید په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له حضور او دریځه په پاکستان فشارونه زیات کړي، افغان چارواکي دې په پیاوړې ډيپلوماسۍ نړیوالو ته قناعت ورکړي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په تشو ژمنو ونهغولېږي، تګ راتګ په نېک فال نیسم، د پاکستان د ستراتېژیو بدلون ته به لا وخت وي، افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې پیاوړی کار وکړي، څو پاکستان کړو ژمنو ته اړ کړي."
لهدې سره هممهاله د افغان حکومت یوې سرچینې ویلي، افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې د کابل او اسلاماباد په سفارتونو کې به استخباراتي استازي ځای پر ځای کړي، څو له مخې یې د ترورېزم پر وړاندې د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو عملیات وڅارل شي.
که څه هم افغان حکومت د دغه تړون په اړه ښکاره څه نهدي ویلي، خو د افغانستان د ملي شورا غړي ټینګار کوي چې له پاکستان سره د هر ډول تړون جزئیات باید له افغان ولس سره شریک شي.
د دوی په خبره د جزئیاتو له ورکړې پرته به دا هغه هېواد او استخباراتي کړیو تهیې یو ډول امتیاز او لاسوهنو ته قانوني توجیه وي.
راپور: رحمتالله افغان