د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


په کابل کې د خپرېدونکو ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر او له افغان مشرانو سره د هغه لیده کاته ته ځانګړی شوي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې افغان ولسمشر اشرف غني پرون په آرګ ماڼۍ د پاکستان له صدراعظم سره ولیدل او هغه ته یې د پاکستاني پوځیانو د سرغړونو په اړه خبرداری ورکړ.

ورځپاڼه د آرګ ماڼۍ لخوا د خپور شوي یو بیان په حواله لیکلي دي چې په دې لیدنه کې په افغانستان د سولې په روانو هلو ځلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي اړیکو په اړه پراخې خبرې وشوې.

ورځپاڼې خپله سرلیکنه هم کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر ته ځانکړې کړې او دا سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رغولو د هڅو یوه برخه بللې.

ورځپاڼې که څه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ دوستانه اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بللي اوسپارښتنه یې کړې، ترهغو چې پاکستان ځیني مثبت اقدامات ونه کړي، افغانستان باید له پاکستان سره اړیکې و نه رغوي.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان باید پر افغان خاوره د توغندیو ویشتل بند کړي او له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره دوه ګوني لوبه پای ته ورسوي.

د ورځپاڼې په باور که پاکستان له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره صادقانه همکاري وکړي، نو له افغانستان او نړۍ سره به یې اړیکې بېرته جوړي شي.

ملي ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې که څه هم په کابل کې د افغان حکومت د مشرانو او د پاکستان د صدراعظم ترمنځ خبرې د بندو دروازو تر شا وشوی، خو له دې سره سره ویل کېږي چې د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اصلي تمرکز له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي او سوداګریزو اړیکو وو.

ورځپاڼه لیکي چې له دې مخکې د دواړو هېوادونو چارواکو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د بې باورۍ د له منځه وړلو له پاره په کراتو خبری کړی دي، خو پاکستان تراوسه پوري په صداقت سره خبرې نه دي کړي او تل یې دوه ګونې لوبه کړې او هڅه یې دا وه، چې افغانستان او نړیوالې ټولنې ته دوکه ورکړي.

د ورځپاڼې په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچنو اړیکو یو اساسي لامل له ترهګرو د پاکستان د پوځیانو ملاتړ دی چې اسلام اباد یې د خپلو سیمه ییزو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د یوی وسیلې په توګه کاروي، پاکستان اوس د انکار پالیسي غوره کړې او دا نه مني چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان په سیاست کې هېڅ بدلون ن دی راغلی او د دی لپاره چې دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس پر سر شي، پکار ده چې نړیواله ټولنه ملګري ملتونه او امریکا پر دغه هېواد فشارونه زیات کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر او له افغان مشرانو سره یې خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دولت د دولت په کچه د خبرو د پیل لومړی پړاو بللی او د هغې هرکلی یې کړی دی، خو کابل ته له سفر نه مخکې د پاکستان د صدراعظم پر څرګندونو یې انتقاد کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې خاقان عباسي کابل ته له سفر نه یوه ورځ مخکې په اسلام اباد کې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ترهګر په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې دي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي عباسي د پاکستان د نورو چارواکو په څیر دا کلیشایي خبره ه وکړه چې د افغانستان سوله د پاکستان د سولې په معنا ده، د ورځپاڼې په وینا دا هغه خبرې دي چې هیڅ عمل پرې نه دی شوی.

هېواد هم لیکلي دي، چې اسلام اباد د ترهګرو له ملاتړه لاس پر سر شوی نه دی او کابل ته د ښاغلي عباسي سفر پر اسلام اباد د نړیوالو فشارونو د کمولو لپاره دی، خو ورځپاڼې لیکلي دي چې د وخت اړتیا اوس داده چې اسلام اباد باید په خپله تګلاره او دوه مخی سیاست کې بدلون راولي او دا ځکه چې اسلام اباد ته بله لار نه ده پاتې.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان په سیاست کې تر هغو بندلون نشي راتلای، ترڅو د سېمی په اړه د امریکا په تګلاره کې بدلون رانشي.

ورځپاڼه لیکي، دا چې پاکستان تر نړیوال فشار لاندي دی او نشي کولای خپلې پخوانۍ تګلارې ته دوام ورکړي، پاکستان د امریکا لخوا له بندیزونو سره مخ دی او مجبور دی چې د سولې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او داسې نور هغه شعارونه بللي چې د ورځپاڼې په وینا افغانان یې تل اوري.

ورځپاڼه لیکي، تر هغو، چې یو څو نور بنسټیز ګامونه پورته نشي، نه به پاکستان له افغانستان سره د سولې په راوستلو کې همکاري وکړي او نه به هغه ژمنې ترسره شي چې پاکستان یې افغان لوري ته تکراروي.

ورځپاڼه دغو ګامونو ته په اشارې لیکي، لومړی ګام دا چې نړیواله ټولنه او په سر کې یې امریکا په افغانستان او سېمه کې د خپلې جنګي ستراتیژۍ پر ځای نوې تګلاره غوره نه کړي، پاکستان به هیڅکله هم دی ته اړ نشي چې په افغانستان کې د سولې اوثبات په راوستلو کې همکاري وکړي او دا ځکه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې او بحران لپاره د واشنګټن لومړی انتخاب او ملګری پاکستان دی او د امریکا لومړیتوب هم د جګړې او بحران دوام دی.

دویم دا چې که امریکا له خپلو جګړییزوتګلاور لاس نه اخلي بیا خو افغان دولت او ولس باید د خپل هېواد د برخلیک په اړه مسؤلانه ګام واخلي او له امریکا او نړیوالې ټولنې سره پر خپلو اړیکو او تړونونو له سره غور وکړي.

XS
SM
MD
LG