د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۴

سرخط: افغانستان د پاکستان په مټ د سولې د جړ شوي تار سر مومي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د وسله والو طالبانو او پاکستان سره د افغانستان د سولې په اړه بېلابېل مطالب لیکلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې د واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په حواله لیکلي چې طالبانو سره د سولې په تړاو ولسمشر غني د کودتا له ګواښ سره مخ دی.

په سرمقاله کې وړاندې په دې اړه راغلي چې له طالبانو سره د سولې په اړه د افغان حکومت د بېلابېلو اړخونو تر منځ د نظر یووالی او اجماع نه ده موجوده.

ورځپاڼه لیکې چې د واشنګټن پوسټ په دې لیکنه کې په افغانستان کې د امریکا د متضادو تګلارو ګونګه خبره هم شوې ده او دې ته هم اشاره شوې چې د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته طالبانو ځواب نه دی ویلای چې دا له یادې طرحې سره مخالفت هم حسابېدای شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو رول اغېزمن بللی دی.

هېواد په خپل یوه مطلب کې په دې اړه لیکي چې د افغان سولې د تحقق لپاره د سیمې او نړۍ هېوادنه باید په بشپړې همغږۍ رښتینې همکاري وکړي.

په مطلب کې راغلي، په دې توګه سیمه او نړۍ هم د ترورېستي کړیو له ناوړه فعالیتونو خوندي کېدای شي.
د مطلب د لیکونکي په باور، د سیمې د هېوادونو سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ دا ټول د افغانستان په سوله او ثبات کې نغښتي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په کابل کې د پاکستان او افغانستان د مشرانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه لیکلي دي.

سرخط په خپل دغه مطلب کې لیکلي، افغانستان – پاکستان سره د نویو اړیکو په اجندا کې د سولې موضوع نیولې او تمه یې دا ده چې په درېیو میاشتو کې د سولې د جړ شوي تار سر د اسلام اباد په مټ ومومي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې د افغانستان او پاکستان د راشه درشې په نوي فصل کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو د هغې تورې ورېځې له منځه وړل لومړی کار بلل شوی چې د مطلب د لیکونکي په باور، د درېیوو کلونو راهیسې پرې غوړېدلې.

په ورځپاڼه کې راغلي، ښايي تر راتلونکي درېيو میاشتو پورې ولسمشر غني هم د پاکستان په وړاندې خپله رسنیزه ژبه بدله کړي او د پاکستان صدراعظم هم په دې اړه ورته له خپله اړخه ژمنه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG