د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

پر ډیورند کرښې له موانعو جوړولو د بریتانیا د ملاتړ په اړه د افغانستان غبرګون!


وروسته له هغه چې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز د پاکستان لخوا د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د ترورېزم سره د مبارزې په هدف د موانعو جوړولو ملاتړ وکړ، افغان چارواکي وايي، د موانعو جوړول د تروریستي فعالیتونو مخه نشي نیولای.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا د دفتر ویاند قادرشاه د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ترورېزم سره مبارزه سیاسي ارادې او عملي اقداماتو پورې اړه لري.

ښاغلی قادرشاه وايي، د تروریستي ډلو پټنځایونه د کرښې هغې غاړې دي او د موانعو جوړولو پرځای په کار ده چې یاد پټنځایونه له منځه يوړل شي.

قادر شاه
قادر شاه

نوموړي زیاته کړه:

"د موانعو په جوړولو سره د تروریستي فعالیتونو مخه نشي نیول کېدای، مهمه دا ده چې سیاسي اراده ولرو څو د تروریستي ډلو مشخص مرکزونه چې د ډيورند کرښې هغه غاړې ته دي له منځه یوړل شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بریتانیا د پوځ لوی درستیز پاتریک کارتر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره په لیدنه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو ملاتړ کړی دی.

ایکسپرېس ټربیون خپرونې راپور ورکړی چې پاتریک کارتر د ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان رول ستایلی او ویلي دي چې د پاکستان لخوا د ډيورند کرښې په اوږدو کې د موانعو جوړولو سره به د سرحدي سیمو په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي.

د بریتانیا د پوځ لوی درستیز پاتریک کارتر
د بریتانیا د پوځ لوی درستیز پاتریک کارتر

پاکستان تېر کال د ډيورند کرښې په اوږدو کې د موانعو په جوړولو پیل وکړ او ویې ویل چې په دې کار سره غواړي دواړو هېوادونو ته د تروریستانو د تګ راتګ مخه ونیسي.

هغه مهال هم په کابل کې د بریتانیا سفارت د پاکستان لخوا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو نه يو ډول ملاتړ کړی و چې د افغان چارواکو له تندو غبرګونو سره مخ شوی و.

قلاتوال: ډیورند فرضي کرښه ده، د بریتانیې د سفیر خبرې ناسمې دي

ولسي جرګه: د ډیورند کرښې په اړه تصمیم نیول یوازي د ملت حق دی

د پکتیا مظاهره‌چیان: که حکومت د ډیورند کرښې دفاع نه‌شي ولسونه چمتو دي

خو افغان حکومت د پاکستان پر دغه اقدام کلک انتقادونه وکړل او ویې ویل چې دغه کار د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د مرستې پر ځای د کرښې دواړو خواوو ته د خلکو د اندېښنې او بېل والي لامل ګرځي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیر خان يار هم وايي، د پاکستان لخوا د ډيورند کرښې په اوږدو کې د موانعو جوړول سم کار نه دی او بریتانیايي چارواکي د خپلو ګټو په خاطر د دغه کار ملاتړ کوي.

پر ډیورند کرښې یو ولاړ پاکستانۍ ملېشه.
پر ډیورند کرښې یو ولاړ پاکستانۍ ملېشه.

نوموړي زیاته کړه:

"موږد ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو سره مخالف يو، ځکه دا د قومونو ترمنځ بېلوالی راولي، بهرنیان د افغانستان او پاکستان د ګټو په کیسه کې نه دي، بلکې په داسې مسایلو کې خپلې ګټې ګوري او دا شان مسایل مطره کوي، افغانستان او پاکستان دواړه باید دا مسایل درک کړي."

افغانستان د ډيورند کرښه په رسمیت نه پېژني او افغان چارواکو تل دا ويلي چې پاکستان د ډيورند کرښې په اوږدو کې د يو اړخیزو اقداماتو حق نه لري.

بلخوا د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند د پاکستان لخوا د ډيورند کرښې په اوږدو کې د موانعو جوړولو په برخه کې د بریتانیا ملاتړ ته په اشارې سره وايي چې بریتانیا اوږدمهاله پالیسۍ لري او په داشان دريځ سره غواړي د خپلو پالیسو عملي کولو ته زمینه برابره کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG