د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

حسین‌خېل: پر ډيورند کرښه نه اغزن تار تېر شوی او نه پاکستاني ځواکونه مخکې راغلي


په ختیځه سیمه کې د سرحدي ځواکونو قوماندان محمد ایوب حسین‎خېل د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې هغه ادعاوې چې د ډیورند پر کرښه پاکستاني ځواکونو مخکې تګ کړی او یا هم پر دې کرښه پاکستاني ځواکونو اغزن تار تېر کړی په کلکه رد کړې او په خبره‌يې د دې چارې د ترسره کېدو لپاره به هېڅ‌چا ته اجازه ورنه‎کړي.

ښاغلي خسن‌خېل زیاته کړه:

"ډېر خلک وايي چې د پنځو یا شپږو میاشتو راپه‎دېخوا پاکستاني ځواکونه دې غاړه مخکې تګ کړی، مخکې مې هم وويل چې شپږ میاشتې نه له ۱۳۸۲ کال نه راپه دېخوا یو قدم نه مخکې راغلي او نه ورته اجازه ورکوو."

د افغانستان ولسونو د ډيورند کرښې په سر قرباني ورکړې.

نوموړي وويل، یوازې د ننګرهار د ګوشتې او د کونړ د ناړې ولسوالۍ پورې اړوند د ډیورند پر کرښه پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د خپلو پوستو ترمنځ اغزن تار تېر کړي چې هغه هم له تېرو درېیو ورځو راهیسې ولاړ دی.

دی وايي:

"یوازې د ګوشتې د سپنې بارې په سیمه کې هغوی د خپلو پوستو د امنیت په خاطر هڅه کوله چې اغزن سیم نصب کړي او همدارنګه د کونړ په ناړې ولسوالۍ کې هم دوی کوښښ کولو چې اغزن تار د خپلو پوستو د امنیت په خاطر نصب کړي خو څلور ورځې کېږي چې د هغوی کار توقف شوی دی."

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا وکيل ډاکتر ناصر کامه‎وال ازادي راډيو ته وويل، د افغانستان ولسونو د ډيورند کرښې په سر قرباني ورکړې او په دې اړه پرېکړه یوازې د ولسونو حق دی.

کامه‎وال زیاته کړه:

"په ملي مسایلو کې هېڅ حکومتونه نه‎شي کولای چې کوم تصمیم ونیسي او یا پرېکړه وکړي دا د ولسونو حق دی، خو زموږ غوښتنه د حکومتي مشرانو نه دا ده چې دا مسایل په جدي ډول وڅېړي او هم هغه ادعاوې چې موجودې دي هغه دې رد کړي."

په ختیځه سیمه کې د سرحدي ځواکونو مسؤلینو وروسته له هغه د ډيورند پر کرښه د اغزن تار د تېرېدو خبره رد کړه چې دوه ورځې مخکې د ننګرهار د ولایتي شورا رئيس احمد علي حضرت رسنیو ته ويلي و چې پاکستاني ځواکونه د افغانستان خاورې ته مخکې راغلي او د ډيورند پر کرښه‌يې اغزن تار تېر کړی.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG