د کونړ ولایتي شورا وايي، د ډیورنډ په کرښه د پاکستان پوځ د کټارو او اغزنو تارونو په لګولو بوخت دي او غواړي د ناړۍ ولسوالۍ او د چترال ترمنځ ساحه کې د تورخم په څېر دروازه جوړه کړي.
دوی وايي، پاکستاني ځواکونه له تېر څه وخته د کونړ خاوره کې په سلګونه متره دننه راغلي خو افغان حکومت يې مخه نهده نیولې.
د کونړ ولایتي شورا رئیس حاجي محمد ساپي ازادي راډیو ته وویل، له تېرې څه مودې پاکستاني ځواکونه لګیا دي او د ډیورنډ په فرضي کرښه اغزن تارونه او نورې موانع جوړوي، څو د پولي دواړو خواوو ته پراته ورونه قومونه سره جلا کړي.
ساپي زیاته کړه:
"نه یوازې د کونړ بلکې د افغانستان څومره فرضي کرښه چې ده په ټولو کې له تېرو څو میاشتو پاکستان لګیا دی او پرې کونډه تار یا اغزن تار غځوي."
ښاغلی ساپی وايي، د پاکستان له لاس وهنو، اغزن تارونو او د کونړ په خاوره کې د هغوی له پرمختګ په اړه ولایتي اداره او مرکزي حکومت څو وارې خبر کړی، خو تر اوسه د دوی اندېښنو ته چا کوم مثبت ځواب نهدی ورکړی.
کونړ ولایتي شورا وايي، د ډیورنډ په فرضي کرښه د پاکستان له خوا د موانعو جوړولو د ولسونو د ویش په مانا دي.
دی وايي:
"دغه اسناد موږ په لاس کې لرو چې تاسو ته يې ښایم دا ټول موږ څو ځله محلي ادارې او مرکزي حکومت ښودلي او ورته مو ویلي چې پاکستان په دغو -دغو ځایونو کې د ډیورنډ په فرضي کرښه موانع جوړوي."
د ولایتي شورا منشي او د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی حاجي شیر زمین وايي چې د دوی د ناړۍ ولسوالۍ د ارندو سیمې ته پاکستان د تورخم په څېر د دروازې جوړولو لپاره ټول شیان راوړي او همدا راز يې د باټاش غرنۍ سیمې ته اغزن سیمان هم راوړي دي.
دی وايي:
"ناړۍ ولسوالۍ ارندو تحصیل چې هلته زموږ سرحدي نقطه ده. هلته يې د دروازې جوړولو لپاره اغزن تار او دروازه راوړې او غواړي چې د تورخم په څېر دروازه جوړه کړي. د ناړۍ ولسوالۍ د باټاش سیمې ته د دیر څخه اغزن تارونه د خلکو په وسیله راخېژولې او هلته بیا د ولسونو د بېلوالي لپاره لارې بندوي، دوی غواړي دغه فرضي کرښه په موږ ومني."
د څوکۍ ولسوالۍ اوسیدونکی او د ولایتي شورا غړی حاجي دین محمد وايي، د خاص کونړ، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې پاکستان د کونړ ډېره خاوره لاندې کړې ده.
دین محمد وايي:
"درې نیم کیلو متره د مرورې په خاوره کې راننوتي دي. څلورو نه تر پنځو کیلومتره پورې د سرکاڼو په خاوره کې مخکې راغلی دی او د ۱۸ کیلو متره د خاص کونړ په خاوره کې راننوتی دی او پهدغو ټولو ځایونو کې يې تأسیسات جوړ کړي دي. پخوا دغه کرښه په باجوړ او د مومندو اېجنسیو کې وه چې اوس هم هغو ځایونو کې سیمټې نښې موجودې دي، خو اوس ډېر وړاندې راغلي دي."
د خاص کونړ، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو کې پاکستان د کونړ ډېره خاوره لاندې کړې.
د کونړ ولایتي شورا وايي، که مرکزي حکومت او نړیواله ټولنه د پاکستان لهخوا د اغزنو تارونو غځولو او د کونړ د خاورې لاندې کولو څخه منع نهکړی شي، نو ولسونه به خپله لاس په کار شي او د پاکستانیو ځواکونو خلاف به ټوپکونه را واخلي.
ښاغلي ساپی بیا وايي:
"د پولي دواړو خواو ته ورونه ولسونه پراته دي. موږ نه غواړو چې له خپلو ورونو جلا شو ، که حکومت او نړیواله ټولنه دغه ستونزه هواره نهکړي او پاکستان د اغزن تارونو او موانعو جوړولو منع نهکړي نو ولسونه به راپاڅي او د پخوا په څېر به د خپلو حدودو ساتنې ته ملا وتړي بیا چې په دغو ځایونو کې هرڅه کېږي ذمهواري به یې په دواړو حکومتونو او نړیواله ټولنه وي."
که څه هم د کونړ محلي چارواکي د پاکستانیو ځواکونو لهخوا د نوېو پرمختګونو او د ډیورنډ په فرضي کرښه د اغزنو کتارو لګولو په اړه کوم نظر نه څرګندوي، خو پخوا يې تل ویلي چې له یادو ستونزو يې مرکزي حکومت خبر کړی او دا کار د بهرنیو چارو وزارتونو پورې اړه لري.
د کونړ ولایتي شورا پهداسې حال کې د ډیورنډ په کرښه د پاکستانیو پوځونو له اړخه د اغزنو تارونو او نورو موانعو جوړول غندي، له نړیوالې ټولنې او مرکزي حکومت غواړي چې پاکستان له دغه ډول غېرې قانوني کړنو منع کړي چې لهدې وړاندې، د ننګرهار ، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو اوسیدونکو دیته ورته شکایتونه کړي او ځنیو خلکو خو په ځپله سیمه کې د پاکستان لهخوا جوړې شوې موانع له منځه هم وړي دي.
راپور: روح الله انوري – کونړ