د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او د سټراټيژیکو او سیمهییزو مطالعاتو مرکز د اروپايي پارلمان د مرستیال د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې ډیورنډ کرښه یې مصنوعي بللې او د دغې تاریخي تېروتنې د جبران غوښتنه یې کړې ده.
د کارپوهانو په باور افغانستان ته ښايي چې له دې فرصته په استفادې د دغه نظر د پیاوړي کولو لپاره کار وکړي.
دا چې افغان حکومت په داسې وخت کې څه کولای شي او دغو څرګندونو ته په کوم نظر ګوري، په همدې اړه یوسف خان ځدراڼ یو بحث چمتو کړی دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلای شئ.