د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

نننی افغانستان: افغان جګړه کې ښکېل نړیوال ځواکونه د ترورېستانو فعالیتونه تنظیموي


د کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره له طالبانو سره د روسیې پر پوځي مرستو او همداراز د ډیورند کرښې بلې غاړی نه د توغندیو او هاوانونو د حملو پر دوام پراخ بحثونه کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي چې طالبانو د روسیي په مرسته په شپه کې د لیدو لپاره ځانګړي دوربینونه ترلاسه کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې پر دغو دوربینونو د روسیې حک شوی نښان لیدل کېږي او په فراه کې مېشت طالبان‌یې په خپلو اکثرو حملو کې کاروي.

  • نننی افغانستان

ننني افغانستان ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې له طالبانو سره د روسیې اړیکې څېړلي او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې روانه جګړه تر ډېره د زبر ځواکونو ترمنځ د سیالۍ زېږنده ده چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له پوځي یرغل سره سم پیل شو.

ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان په جګړه کې ښکېل نړیوال ځواکونه له ترورېستي ډلو سره اړیکې لري او ان د هغوی فعالیتونه تنظیموي.

ورځپاڼه لیکي چې په جګړه کې ښکېل ځواکمن هېوادونه تر ډېره خپلې ډلې لري چې په پټه ورسره اړیکې پالي، خو کله بیا د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو په څېر څرګندې هم شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي دي، تر هغو چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د سولې په ټینګښټ کې همکاري ونه‌کړي، په افغانستان کې جګړه پای ته نه‌رسېږي او نه هم امریکا او د لوېدیځ نور هېوادونه په دې برخه کې څه کولای شي.

د ورځپاڼو پاتې مطالب تر ډېره د ډیورنډ له کرښې بلې غاړې نه د درنو وسلو حملو ته ځانګړي شوي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په دې اړه لیکلي دي چې افغان ځواکونه د پاکستان په خلاف د تیارسی په حال کې دي.

د افغانستان په جګړه کې ښکېل نړیوال ځواکونه له ترورېستي ډلو سره اړیکې لري.

ورځپاڼې په کونړ کې د ځایي چارواکو په حواله لیکلي دي چې د ډیورند د کرښې بلې غاړې نه د حملو سلسله همدا شان روانه ده چې دې غاړې ته‌یې د کونړ په څو ولسوالیو کې زیات شمېر خلک بې‌ځایه کړي دي.

ورځپاڼې وړاندې د دغو حملو او د ډیورند په کرښه د پاکستان د پوځ له‌خوا د خنډونو جوړول پاروونکې هڅې بللي او لیکلي یې دي چې د ډیورند د کرښې دواړو خواو ته خلک دا هر څه غندي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د پاکستاني پوځیانو د حملو په اړه د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري غبرګون راخیستی او لیکلي یې دي چې دا حملې نور د زغم وړ نه‌دي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان دفاع وزارت وایي، دا مسئله‌یې له اسلام‌اباد او نړیوالې ټولنې سره شریکه کړې چې جدي غور ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG