د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

سمینار: پاکستان د ډیورند کرښې د رسمي کېدو په اړه هېڅ اسناد نه‌لري


د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، پاکستان داسې اسناد نه لري چې د ډیورند کرښه دې د محکمو او یا هم د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې رسمي وګڼل شي.

په داسې حال کې چې پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزنو سیمونو د غځېدو لړۍ پیل کړې په افغانستان کې د دغې کرښې د خپلولو په اړه د واحد دریځ او ملي اجماع د جوړېدو هڅې ګړندۍ شوي دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال عبدالغفور لېوال د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۱» د «ډیورند نامنلي کرښې» په نوم جوړ شوي څېړنیز سمینار ته وویل، پاکستان دا کرښه په محکمو او ملګرو ملتونو کې نه شي ګټلای، خو پر وړاندې یې باید د ټول افغان ولس ملي اجماع موجوده وي.

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

نوموړي زیاته کړه:

"دا تاریخي افغانستان خاوره په زور نیول شوې او که نیول کېږي هم په زور به نیول کېږي، دا په محکمه کې نه نیول کېږي، په ملګرو ملتونو کې هم نه نیول کېږي او په بله هیڅ مرجع کې یې هم څوک نه شي خپلولای که څوک یې خپلوي په خپل قدرت به یې خپلوي او افغان ملت هم باید دغه قدرت ته ورسېږي."

دا سیمنار د لوی افغانستان تحریک لخوا رابلل شوی وو چې په باور یې دا وخت په سیمه کې نوي فرصتونه رامنځته شوي او د دغو فرصتونو نه د استفادې په خاطر دوی په بېلابېلو سیمو کې غونډې رابللي دي.

دغو فرصتونو ته په پام ښاغلی لېوال وايي، په سیمه کې د یوې بلې تجزیې امکانات هم شته.

دی وايي، د اقتصادي سرچینو د وېش پر بنسټ او د لوېدیځو تولیدي او صنعتي قدرتونو د لېوالتیا پر بنسټ په سیمه کې یوه نوې خط کشي په نظر کې ده چې په وینا یې، که افغانستان له فرصتونو سمه استفاده وکړي وخت د افغانستان په ګټه تمامېږي.

د ډیورند له لانجمنې کرښې ۱۲۴ کاله تېرېږي چې پاکستان یې د رسمي کېدو هڅه کوي، خو افغان لوری وايي، یوازې ملتونه په دې اړه پرېکړه کولای شي.

له دې سره افغان څېړونکي او تاریخ پوهان وايي، د افغانستان پر خاوره اوږدې جګړې د دې لامل شوي چې پاکستان د ډیورند کرښې ها غاړه په خپل ځان پورې وتړي که نه نو د دوی په نظر هغه هېواد د حقانیت هیڅ حقوقي اسناد نه لري.

له دې ډلې اکاډمېسن سلیمان لایق، دغه څېړنیز سمینار ته په وینا کې پاکستان یو کاذب جوړ شوی هېواد وباله چې هر وخت‌یې د تجزیې امکان موجود دی.

سلیمان لایق
سلیمان لایق

نوموړي زیاته کړه:

"هیڅ کومه کرښه نشته د افغانستان پوله ډیورند نه ده بلکې د افغانستان پوله اباسین ده او تر منځ یې یو ملت اوسېږي دا د افغانستان یوه مهمه برخه ده او دا به هېڅ څوک لاسپوڅو او ګوداګیانو ته پرې نېږدي."

په دې وروستیو کې د ډیورند کرښې په اړه غونډې او حساسیتونه په داسې حال کې ډېر شوي چې پاکستان یې په اوږدو کې د اغزنو سیمونو غځول پیل کړي او تېره اوونۍ په کابل کې د انګلستان سفیر دا کرښه رسمي بللې وه.

قلاتوال: ډیورند فرضي کرښه ده، د بریتانیې د سفیر خبرې ناسمې دي

ولسي جرګه: د ډیورند کرښې په اړه تصمیم نیول یوازي د ملت حق دی

د پکتیا مظاهره‌چیان: که حکومت د ډیورند کرښې دفاع نه‌شي ولسونه چمتو دي

خو د اروپايي ټولنې مرستیال بیا دا کرښه جعلي یاده کړې ده.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، په دې اړه بحثونه ښيي چې وخت بدل شوی او د دغه هېواد فعاله ډیپلوماسي او اقتصادي فعالیتونه روان حالت په خپله ګټه څرخولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG