د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د پکتیا مظاهره‌چیان: که حکومت د ډیورند کرښې دفاع نه‌شي ولسونه چمتو دي


نن چهارشنبه د پکتيا ولايت مرکز ګردېز کې مدني فعالانو، قومي مخورو او ځوانانو د پاکستان او ډیورند لاين په اړه د عبدالطيف پدرام د وروستيو څرګندونو پر ضد مظاهره وکړه او غوښتنه‌يې کوله چې افغان حکومت دې له پاکستان سره په فرضي کرښه روانې موانع ودروي او دوی ډیورند د رسمي کرښې په توګه نه‌مني.

د مظاهرې سمبالوونکی او د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيد جمال‌الدين اصف‎خېل افغانستان کې په يو شمېر کسانو د ايران او پاکستان د جاسوسانو د تور پورې کولو او مخالفت تر څنګ د افغانستان له حکومته د ډیورند پر کرښه د موانع درېدو خبره وکړه.

دی زیاتوي:

"په ننني لاريون کې فيصله وشوه، که حکومت د ډیورند له کرښې دفاع نه‌شي کولای ولسونه به له خپلې خاورې دفاع وکړي او په حکومت غږ کوو چې د پاکستان له لوري د روانو موانعو مخه دې ژر تر ژره ونيسي."

نوموړي دا هم وويل، افغانستان کې يو شمېر ډلې او افراد غواړي د نورو هېوادونو د خوشالولو لپاره داسې تفرقه اچوونکې خبرې وکړي خو د دوی په وينا د هغوی خبرې د افغان ولس په روحيه اغېز نه‎لري.

دې مظاهره کې يو بل مدني فعال او قومي مخور عبدالهادي حماس د پاکستان پر ضد تُندې څرګندونې وکړې او ويې‌ويل:

"دا کرښه د افغانستان د خلکو او ولسونو لپاره د منلو وړ نه‎ده او دا داسې کرښه ده، چې د افغان ولس په سينه او زړه باندې تېرېږي او هېڅ‌څوک به پرې نه‎ږدي چې دغه اغزن سيم په دې خاوره تېر شي او ټول ولسونه به‌يې مخه ډب کوي خو له حکومته هم غواړو چې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې د دې کار مخه ډب کړي."

د ده په وينا دوی هېڅ‌څوک نه‌پرېږدي چې د ډېورند فرضي کرښه په دوی د رسمي کرښې په توګه ومني او هڅه‌يې دا ده چې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې خپل حدود د پخوا غوندې له ګاونډيو سره معلوم کړي.

د دې مظاهرې په پای کې د خلکو د نظرياتو پر بنياد برابر شوی پنځه ماده‌یيز پرېکړه‎ليک ولوستل شو چې په اکثريت مادو کې يې د پاکستان پر ضد او ډیورند لاين نه‌منلو مادې راغلې وې.

رحيم ګل وفادار وویل:

"موږ د لويې پکتيا ولسونه د ملي يووالي له حکومته غوښتنه کوو چې د پاکستان له لوري په ډیورند کرښه د روانو موانع جوړېدو مخه دې ونيسي او که دوی دا کار نه‌کوي ولسونه به‌يې مخه ونيسي او د هر هغه عمل مخه دې ونيسي چې د پاکستان له لوري ترسره کېږي او د ولسونو د خپګان لامل کېږي."

مظاهره‎چيانو له حکومته د پاکستان د وروستيو اقداماتو د مخنيوي غوښتنه کوله او ويل‌يې چې حکومت دې په ټولو هغو ساحو کې چې پاکستان غواړي اغزن سيم وغځوي مخه ونيسي او په دغه کار کې دوی هم د حکومت مرستندوی دي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG