د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

ولسي جرګه: د ډیورند کرښې په اړه تصمیم نیول یوازي د ملت حق دی


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د حکومت هېڅ چارواکی او یا ځانګړی کس د دې صلاحیت نه لري چې د ډیورند د کرښې په اړه تصمیم ونیسي.

یاد پلاوی د ډیورند د کرښې په اړه د حکومت او یا د کومې کړۍ لخوا تصمیم نیونه، بې اساسه ګڼي او ردوي يې.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیراحمدزي چې د شنبې په ورځ یې د جرګې مشري کوله وویل چې د ډیورند د کرښې په اړه تصمیم نیول، د خلکو د استازیو او د افغانستان په ملت پورې اړه لري.

نذیر احمدزی.
نذیر احمدزی.

نوموړي زیاته کړه:

"دا د افغانستان د خلکو ملکیت دی، ترهغې چې لویه جرګه دایره نه شي او د افغانستان ټول خلک پکې موجود نه وي، هېڅ څوک دا حق نه لري چې پردې موضوع بحث وکړي، نه جمهور رئیس او نه اجرائیه رئیس د دې موضوع صلاحیت لري، پرته له تاسې او ستاسي له موکلینو څخه."

د ډیورند د کرښې په اړه دغه خبرې، د اجرائیه رئیس په ګډون د یوشمېر دولتي چارواکو له څرګندونو وروسته کېږي.

د ولسي جرګې ځینو غړیو وویل، اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله او د بلخ والي عطامحمد نور د ډیورند د کرښې د رسمیت پېژندلو په اړه په کابل کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

اجرائیه ریاست پخوا تردې دغه ډول څرګندونې ناسمې ګڼلي او ویلي یې دي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له پاکستاني چارواکو سره نه دي لیدلي.

د ډیورند کرښه د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې د یوې معاهدې په توګه له بریتانوي هند سره، ټاکل شوې ده.

د پاکستان له جوړېدو وروسته د وخت افغان حکومت د ډیورند کرښه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په توګه نه ده پېژندلې او مخالفت یې ورسره کړی دی.

د ډیورند د کرښې موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي چې پاکستان تصمیم لري پردغه کرښه موانع ودروي.

بلخوا افغان حکومت د پاکستان د تازه اقدام پروړاندې غبرګون ښودلی او ویلي چې پاکستان د افغانستان له خبرولو پرته، دغه تصمیم نیولی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي کنګرې د ګونډ رئيس لطیف پدرام د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښه، رښتیني پوله ده او یو حقیقت دی:

لطیف پدرام.
لطیف پدرام.

"د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژندل شوې ده، موږ د افغانستان ملي کنګره دغه کرښه د رسمي پولې په حیث پېژنو، له افغانستان، پاکستان، نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړو چې دغه پوله بیا تائید کړي ترڅو وکړای شو، د سیمې کړکېچ ختم کړو."

پدرام وايي، د ډیورند کرښه په وروستیو څو لسیزو کې د کړکېچ لامل شوې او له اوارېدو سره به یې په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.

په ورته وخت د افغانستان د ملي مشارکت ګوند د لطیف پدرام له څرګندونو سره مخالفت ښيي او وايي چې د افغانستان خلکو د ډیورند کرښه تراوسه په رسمیت نه ده پېژندلې.

د دې ګوند رئيس نجیب الله کابلي ازادي راډیو ته وویل:

نجیب الله کابلي.
نجیب الله کابلي.

"د لطیف پدرام خبرې د افغانستان خلکو ته اهمیت نه لري، د افغانستان د ملي مشارکت ګوند د پدرام غېر مسولانه حرکتونه غندي، دا ستونزه لا پرځای پاتې ده، پاکستان غواړي چې د طالب او داعش په بهانه دا موضوع حل کړي ، خو دا موضوع حل شوې نه ده او ډیورند رسمي پوله نه ده."

همدارنګه د افغان ملت ګوند هم د ملي کنګرې له څرګندونو سره مخالفت کوي او وايي چې د ډیورند د کرښې په اړه تصمیم نیونه د افغانستان د خلکو صلاحیت دی.

د دې ګوند ویاند حمیدالله عالمي وايي، د افغانستان خلکو په دې برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړي او دا مبارزه به لا دوام وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG