د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

غورځنګ: لندن غونډه کې د ډیورند کرښې د موانعو په اړه هوکړه نه‌ده شوې


د افغانستان د ملي امنیت شورا د یو شمېر پاكستانيو رسنیو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د ډيورند كرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د موانعو د جوړولو په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو تر منځ د لندن په وروستۍ ناسته کې توافق شوی.

د دغې شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د لندن د درې اړخیزې ناستې عمده تمرکز پر هغو لېستونو وو، کوم چې له ترهګرۍ سره د مبارزې د مؤثریت برخه کې دواړو هېوادونو یو بل ته سپارلي وو.

ښاغلی غورځنګ وايي، د افغانستان دولت به په ټول قوت سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځيانو له‎خوا د موانعو جوړولو مخه ونیسي.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ
د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ

ښاغلي غورځنګ وویل:

"د افغانستان دولت د پاکستان پوځ له دې اقداماتو سره مخالف دی، هر هغه اقدام چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د امنیت د تأمین یا د هر بل هدف لپاره ترسره کېږي، څو چې د دواړو هېوادونو توافق موجود نه‎وي نه‌یوازې دا چې حقوقي او قانوني توجیه نه‌لري بلکې نه‌ عملي کېږي او نه هم ممکن دي، او هېڅ نتیجه به ورنه‌کړي."

د پاکستان جنګ ورځپاڼې او ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی چې دا پرېکړه د لندن وروستۍ ناسته كې د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار محمد حنيف اتمر او د ده د پاكستاني سيال سرتاج عزيز تر منځ د بریتانیا په منځګړيتوب شوې ده.

پاکستاني رسنیو همداراز لیکلي چې پاكستان تر اوسه د ډیورند په اوږدو کې ۶۰ وړوكې كلاوې یا پوستې هم جوړې كړي او پلان دی چې ۴۰۰ نورې هم جوړې کړي او دې کار لپاره د پاکستان حکومت ۱۲ ميليارده كلدارې هم ځانګړې كړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې پر ډیورند کرښه د کټارې پر جوړولو اعتراض کړی او ویلي دي چې د پاکستان دا اقدام د افغانستان لپاره د منلو نه‎دی او د ترورېزم پر ضد له مبارزې سره مرسته نه‌کوي.

له دې مخکې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له‌خوا د موانعو د جوړولو مسئلې ته په اشارې سره ویلي، د کرښې اخوا ته چې کوم خوځښتونه د پاکستان له‌خوا پیل شوي د ترورېزم سره د مبارزې برخه کې د مرستې پر ځای د کرښې دواړو خواوو ته د خلکو د اندېښنې لامل ګرځي.

عبدالله: پر ډیورند فرضي کرښې موانع ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه‌کوي

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه فیض‎الله جلال وايي، پاکستاني رسنۍ دې برخه کې له کوم دلیل او اسنادو پرته داسې ادعاوې نه کوي او ممکن د لندن په وروستۍ غونډه کې د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ کومه خبره په دې اړه شوې وي.

خو سیاسي کارپوه ودیر صافی وايي، پاکستاني رسنۍ تر ډېره د پاکستان د استخباراتو تر اغېز لاندې دي او هغه څه خپروي چې "آی،ایس،آی" یي ورته وايي.

سیاسي کارپوه ودیر صافی
سیاسي کارپوه ودیر صافی

نوموړی وايي:

"دا هغه رسنۍ دي چې د پاکستان له پوځ او استخباراتي کړیو نه مقالې او هدایت اخلي او بیايي نشروي څو ملي او نړیواله کچه د خلکو ذهنیت تغیر کړي."

دی وایي چې حکومت او ملت باید د ډیورنډ په اړه واحد دریځ خپل کړي او د پاکستان دا ډول ورانکاره کړنو ته اجازه ورنه‎کړي.

د افغانستان مشرانو جرګې هم تر دې وړاندې د پاکستان دغه اقدام د ټولو نړیوالو موازینو خلاف بللی او افغان حکومت څخه یې غوښتي چې دې برخه کې خپل دریځ روښانه او رسماً د ملګرو ملتونو ملي امنیت شورا ته شکایت وکړي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG