د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

مشرانو جرګه: د موانعو جوړولو په اړه دې له پاکستان نه «م.م» ته شکایت وشي


د افغانستان مشرانو جرګې پر افغان حکومت غږ وکړ چې د پاکستان له لوري د ډیورند پر کرښې د اغزن سيم د لګولو په تړاو دې د پاکستان سفیر احضار او په دې تړاو خپل دریځ روښانه کړي.

د پاکستاني پوځ له‌خوا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځول د افغانستان د مشرانو جرګې د غړو اندېښنې او عکس‌العملونه راپارولي دي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د سې شنبې په ورځ په عمومې جلسه کې وویل چې د پاکستان دغه اقدام د ټولو نړیوالو موازینو خلاف دی او افغان حکومت باید په دې برخه کې خپل دریځ روښانه کړي.

د مشرانو جرګې د دغې ورځې د غونډې مشري دوهم مرستیال اصف صدیقي کوله او د سناتورانو له څرګندونو وروسته‌یې وویل چې د پاکستان له لوري د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم د غځولو په تړاو باید د پاکستان سفیر احضار شي او افغان حکومت په دې اړه خپل شکایت د ملګرو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

​"د پاکستان سفیر باید د پاکستان له لوري د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم د غځولو په تړاو احضار شي، همدارنګه افغان حکومت باید دغه مسئله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع کړي او په دې اړه خپل شکایت ورته وسپاري او د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید له موږ سره په دې برخه کې صادقانه همکاري وکړي."

پاکستان د تېرې سې شنبې په ورځ د ډيورند کرښې په اوږدو کې د ځینو موانعو په جوړولو پیل وکړ، خو افغان حکومت د پاکستان دغه اقدام غیر عملي او بې‌نتیجې یاد کړی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدلله د دوشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان له‌خوا له کرښې نه هاخوا چې کوم خوځښتونه کېږي د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته نه‌‌کوي.

خو د مشرانو جرګې غړي حسیب‌الله کلیمزي د سې شنبې ورځې په عمومي غونده کې وویل چې افغان حکومت باید په تشو څرګندونو او د خبرپاڼو په خپرولو بسنه ونه‌کړي.

انجنیر حسیب الله کلیمزی.
انجنیر حسیب الله کلیمزی.

نوموړي زیاته کړه:

​"د پاکستان له طرفه د ډيورند پر کرښه د اغزن سیم یا پنجرو لګول د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف خبره ده او په دې برخه کې باید د افغانستان حکومت په یوه اعلامیه اکتفا ونه‌کړي او باید خپل اساسي دریځ روښانه کړي، دا نه‌شي کېدای چې د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر خاوره د راکټي بریدونو په څېر ځواب ورنه‌کړي دا د افغانستان لپاره یوه اساسي او برخلیک ټاکونکې مسئله ده."

په همدې حال کې یوه بل سناتور عبدالباقي بریال وویل چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان وروستی اقدام ښکاره مداخله ده او باید مخه‌یې ونیول شي.

ښاغلي بریال زیاته کړه:

​"د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو او پنجابي او استثمار ګرو ډلو له لوري وروستی اقدام بې‌شرمانه مداخله ده او دا له ترورېزم سره مبارزه کې کومه نتېجه نه‌ورکوي."

وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلو خو بریالي نه‌شوو.

خو دغه وزارت تر دې وړاندې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د موانعو جوړول یو اړخیز اقدام ګڼلی او له دغه هېواده‌یې غوښتي چې د یادې کرښې په اوږدو کې هر ګام د افغان حکومت سره په تفاهم ترسره کړي.

سناتوران خبرداری ورکوي که افغان حکومت د پاکستان د دغو موانعو مخه ونه‌نیسي ممکن په راتلونکو کلونو کې دا د سرحد د اثارو په توګه د پاکستان له‌خوا وړاندې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG