د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

پاکستان افغانستان سره پر ګډه پوله د مانع "سد" جوړولو کار پېل کړ


د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر ګډه پوله د مانع «سد» جوړولو کار پیل کړ.

د امریکا غږ د انګلیسي برخې په حواله، د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ویلي، پر ګډه پوله د سد جوړولو هدف د هغو وسله‎والو د تګ–راتګ مخنیوی دی چې د قبایلو امنیت ته‌یې ګواښ پېښ کړی دی.

باجوه ویلي چې د سد جوړولو کار له مهمندو او باجوړه پیل شوی ځکه د هغه په وینا، دا سیمې تر زیات ګواښ لاندې دي.

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه

جنرال باجوه پرون مهمندو اېجنسۍ کې له خپلو پوځيانو سره د کتنې پر مهال ویلي، پر ګډه پوله د سد «مانع» جوړولو کار له دې دواړو سیمو پیل شوی ځکه په‎دې سیمو کې د نورو په پرتله د وسله‎والو له لوري امنیت ته ګواښ زیات دی او پوځ هغو سیمو ته چې له زیات ګواښ سره مخامخ دي، لومړیتوب ورکړی دی.

مهمند او باجوړ اېجنسۍ له افغانستان سره پر ګډه پوله پرتې سیمې دي.

د پاکستان پوځ لوی درستیز ویلي، د قبایلو د امنیت ټینګولو لپاره به هره هڅه وکړي او د جزئیاتو له څرګندولو پرته‌یې ټینګار کړی چې د ګډ سرحد د هوايي څارنې تر څنګ به اضافي تخنیکي وسایل هم سیمې ته ولېږدول شي.

پاکستان له افغانستان سره په پوله د کټارو لګول پیل کړي

د امریکا غږ انګلیسي برخې په دې اړه په یوه رپوټ کې د پاکستان پوځ د خبرپاڼې په حواله لیکلي چې د افغانستان له حکومت سره د سرحدونو د امنیت ټینګولو پر یوه مېکانیزم کار پېل شوی دی.

د پاکستان پوځ لوی درستیز ویلي، پر ګډه پوله زیات کنټرول او په دې سیمو کې د ښه امنیت او سولې ټینګښت دواړو هېوادونو چې له ترورېزم سره مبارزه کې یې قرباني ورکړې، په ګټه دی.

د پاکستان حکومت تېره اوونۍ له افغانستان سره د تورخم او سپین‎بولدک لارې چې ډېره موده‌یې تړلې وې، بیا پرانیستلې او زرګونه افغانانو او پاکستانیانو ته‌یې د تګ-راتګ او سوداګریزو مالونو د لېږدولو امکان برابر کړ.

د افغانستان حکومت د پاکستان دا ادعاوې رد کړې چې وسله‎وال کسان د افغانستان له خاورې پاکستان کې پر اهدافو د حملو لپاره کار اخلي.

کابل په مکرر ډول له پاکستانه غوښتنه کړې چې خپله خاوره کې د ترورېستي ډلو ځالې له‌منځه یوسي او د هغوی مالي سرچینې بندې کړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره اوونۍ له ازادي راډیو سره په مرکه کې د پاکستان ادعاوې بې‌بنیاده وبللې او ویې‌ویل چې نړیوال پوهېږي چې د ترورېزم ریښې چېرته دي.

ښاغلي اتمر وویل، داسې ترورېستي ډله نه‌شته چې افغانستان کې جوړه شوې وي یا په‎دې هېواد کې مرکز ولري.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې پر ګډو پولو د پاکستان له لوري د مانع «سد» جوړولو پر دې تازه هڅه د افغانستان حکومت نظر واخلي خو څوک خبرو ته حاضر نه‌شوو.

افغانستان او پاکستان نېږدې ۲۶۰۰ کېلو متره ګډه پوله لري.

XS
SM
MD
LG