د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

اتمر: د پاکستان له‌خوا د دروازو تړل به د دغه هېواد په ګټه نه‌وي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د ګډ سرحد په اړه د اسلام‌اباد د بې‌باوره کړنلارو د دوام په صورت کې به کابل داسې ستراتيژیکې پرېکړې وکړي چې پایلې به‌يې د پاکستان په ګټه نه‌وي.

محمد حنیف اتمر په لندن کې د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره وروستۍ درې اړخیزې کتنې ته په اشاره وویل، د سرحدونو په اړه خپله اندېښنه‌یې له مقابل لوري سره شریکه کړې او د لارو د ژر تر ژره پرانیستل کېدو ډاډ ورکړل شوی دی.

ښاغلي اتمر وویل، افغانستان نه‌شي کولائ چې خپلې ترانزیټي او سوداګریزې چارې د پاکستان د داسې کړنلارو قرباني کړي چې وړاندوینه‌یې نه‌شي کېدلی.

محمد حنیف اتمر زیاته کړه:

"افغانستان نه‌شي کولائ چې خپل ترانزیټ او تجارت د پاکستان داسې دم-دمي پالېسیو ته پرېږدي، یا به دا وي چې دروازې پرانیستل کېږي یا به افغانستان داسې عمده ستراتيژیکې پرېکړې وکړي چې عواقب به‌یې په هېڅ ډول د پاکستان په ګټه نه‌وي، نو مقابل لوري ډاډ راکړ چې دا لارې به ډېر ژر پرانیستل شي، نو موږ به وګورو چې په دې اړه څه ډول پرمختګ کېږي."

خو ښاغلي اتمر د داسې ستراتیژیکو پرېکړو پر جزئیاتو خبرې ونه‌کړې.

د پاکستان حکومت د فبرورۍ په میاشت کې په سند کې تر خونړیو حملو وروسته، له افغانستان سره د تورخم او سپین‌بولدک لارې بندې کړې.

دا لارې که څه هم یو وار د پلي تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې، خو د پاکستان پوځ تر لنډې مودې وروسته د دواړو لارو د بېرته تړل کېدو اعلان وکړ.

یو شمېر پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې په هغه هېواد کې وروستۍ ترورېستي حملې له افغانستانه پلان شوې وې.

خو د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل:

"دا د پاکستان له لوري بې‌بنیاده ادعا ده، نه‌یې موږ منو او نه‌یې نړیوال مني، ټول په دې پوهېږې چې د دې ترورېزم ریښه چېرې ده، اوس، هغه حملې چې پاکستان کې کېږي یا د مولوي فضل‌الله ډله ده، جماعت‌الحرار یا یې نورې ترورېستي ډلې کوي، دا هغه ترورېستي ډلې دي چې دوی خپله جوړې کړې وې، دننه په پاکستان کې یې جوړې کړې وې، تاسو راته ووایاست چې د دې ډلو کوم یوه په افغانستان کې روزل شوې یا مرکز لري؟ کوم سند یا شواهد او مدارک دوی وړاندې کړي دي؟"

محمد حنیف اتمر تېره اوونۍ د پاکستان صدراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره په لندن کې وکتل.

په دې کتنه کې د انګلستان استازي هم وو.

ښاغلي اتمر وویل، د افغانستان پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د راکټي حملو په اړه‌یې هم له عزیز سره خبرې وکړې او موافقه وشوه چې پاکستان ژر تر ژره د دې کار مخنیوی وکړي.

د ښاغلي اتمر په وینا، د کابل موقف څرګند دی او د پاکستان د حکومت غبرګون ته منتظر دي.

XS
SM
MD
LG