د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د سيند سېوڼ کې انتحاري حملې ٧٥ تنه وژلي او٢٠٠یې ټپيان کړي


د پنجشنبې په ماښام د سيند ايالت د کراچۍ ښار شمال ختيځ لور ته په ۳۰۰ کيلو مټرۍ کې د جامشورو ضلعې په سېوڼ شريف سيمه کې د مشهور صوفي لعل شهباز قلندر په مزار کې دننه هغه وخت يوه زوروره چاودنه وشوه چې زرګونه کسان نارينه، ښځې او ماشومان د عُرس لپاره را ټول شوي وو.

پوليس چارواکي وايي، دې چاودنه کې ۷۵ تنه وژل شوي او تر ۲۰۰ زيات کسان په‎کې ټپيان شوي دي.

ټپيان سمدستي د سېوڼ، جامشورو او حيدرآباد سيمې روغتونونو ته يووړل شول، خو وايي، تر ۴۰ زيات هغه ټپيان چې حالت يې مرګونى وو، په پوځي هلیکوپټرو کې د کراچۍ روغتونونو ته يوړل شول.

د لعل شهباز قلندر د مزار مېنجور يا سجاده نشين مهدي شاه وايي، چاودنه کې ځکه زياتو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته چې وايي، د پنجشنبې په ورځ ورته زرګونه خلک راځي او په عُرس کې ګډون کوي.

نوموړی وايي:

"کله چې چاودنه وشوه هغه وخت عُرس روان وو، دا چې د پنجشنبې ورځ وه درې څلور زره کسان مزار ته راغلي وو، نو د خلکو د ډېرښت له کبله چې زياتو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، نو يو عجب خونړۍ منظر وو او زه يې شاهد يم چې خلکو مړي او زخميان په رکشو کې اخيستل او روغتون ته يې وړل."

د سيند د پوليسو مشر اې ډي خواجه رسنيو ته وويل چې پر مزار لسګونه پوليس د امنيت ساتلو لپاره ولاړ وو، خو وايي د ځانوژونکي مخه نيول ګران کار دى او هغه په څه چل مزار ته ننوتی او هلته يې په ځان پسې تړلي چاودېدونکي مواد چوولي دي.

نوموړی وايي:

"يو ځانوژونکى بريدګر راغلى او ځان ته يې انفجار ورکړى، د دې امنيت مزار د ډاډ وړ وي، پر يوه وخت د دوو لوړپوړو پوليسو په شمول ۲۵ پوليس د امنيت لپاره ولاړ وي، له دې پرته پر مزارشاوخوا څارونکې کامرې لګېدلې وي، مګر ځانوژونکى خو خپل ځان وژني، په يوه نه يوه ډول هدف ته ځان ورسوي."

د سيند ايالتي حکومت د دې بريد په تړاو په ټول ايالت کې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

د سيند اعلى وزير سيد مراد علي شاه چې د همدې سېوڼ سيمې اوسېدونکى دى- د شپې ناوخته د چاودنې ځاى ته ورغى او له رسنيو سره په خبرو کې يې وويل، سيند د صوفيانو خاوره ده، خو يوه وحشي د دې ايالت په سېوڼ شريف سيمه کې د يوه سپېڅلي صوفي پر مزار هم دومره وحشيانه بريد وکړ.

ښاغلی علي شاه وايي:

"هغه کس، هغه کافر يا هغه وحشي او درنده چې د لعل شهباز قلندر په مزار کې داسې وحشيانه حرکت کولاى شي، نو موږ به ټول په ګډه نه يوازې دلته سيند کې بلکې په ټول هېواد کې به د دغو ترهګرو پر ضد مبارزه کوو او کلک ځواب به ورکوو."

د دې ځانوژونکي بريد مسؤليت داعش وسله‎والې ډلې منلى دى.

تر دې پېښې وروسته پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې تورخم پوله به تر ناڅرګندې مودې پورې د هر ډول تګ راتګ او تجارت لپاره تړلې وي.

پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې تورخم پوله به تر ناڅرګندې مودې پورې د هر ډول تګ راتګ او تجارت لپاره تړلې وي.
پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې تورخم پوله به تر ناڅرګندې مودې پورې د هر ډول تګ راتګ او تجارت لپاره تړلې وي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه دا بريد په کلکه غندلى دى.

لوى درستيز باجوه ويلي چې ترهګرۍ به ونه بخښي او ډېر ژر به ورڅخه د دې حملې انتقام واخلي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو مشر بريد جنرال آصف غفور پر ټويټر په خپاره کړي خبر کې ويلي چې په پاکستان کې د تېرې اوونۍ دغه وروستۍ حملې په افغانستان کې د وسله‎والو له خوا تنظيم شوې دي او ګواښ يې کړى چې ژر به يې ځواب ورکړي.

د يادونې وړ ده چې د تېرکال په نومبر کې هم د بلوچستان په خضدار سيمه کې په شاه نوراني مزار کې چاودنه شوې وه چې په نتيجه کې يې ۵۰ تنه وژل شوي او تر سلو زيات په کې ټپيان شوي وو.

په دې وروستيو کلونو کې د پاکستان په څلورو واړو ايالتونو کې د صوفيانو پر مزارونو د ترهګرۍ حملې شوي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG