د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

باجوه: افغانستان سره پر پوله موانع جوړوو څو د وسله‎والو مخه ونیسو


پاکستان وایي، د افغانستان له خاورې پاکستان ته د سخت دریځو وسله‎والو د ننوتو د مخنیوي لپاره د پولې په اوږدو کې په ځینو سیمو کې امنیتي موانع جوړوي.

د پاکستان پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه دا څرګندونې چې د پوځ د وړمې ورځې په خپاره شوي بیان کې کړي، ښایي د کابل او اسلام‎اباد تر منځ اړیکو کې کړکېچ بیا زیات کړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه
د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې پاکستان په وروستیو میاشتو کې په دې هېواد کې د خونړیو حملو پړه پر پاکستاني طالبانو اچولې او ویلي يې دي چې دوی د افغانستان خاوره کې مرکزونه لري او له دې هېواده غواړي چې د دغو سخت دریځو مرکزونه له‎منځه یوسي.

خو کابل ورته غوښتنه له کلونو راهیسې له پاکستانه کړې او دا هېواد یې د وسله‎والو طالبانو او نورو ورانکارو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.

د پاکستان پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه ویلي چې د لوړې کچې ګواښ لرونکو سیمو مومندو او باجوړ اېجنسیو کې چې د افغانستان د ننګرهار او کونړ ولایتونو سره پوله لري، اغزن سیم غځوي.

خو د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي، پاکستان د افغانستان حکومت ته تر اوسه رسماً د ډیورند پر پوله د امنیتي موانعو د جوړولو په اړه خبر نه‎دی ورکړی او د دې کرښې په اوږدو کې د هر ډول تأسیساتو جوړولو په اړه یو اړخیز اقدام، نه د افغانستان حکومت او نه‌هم د دې هېواد خلکو ته د منلو دی.

لېوال: پاکستان رسماً د ډیورند پر فرضي کرښې تأسیسات نه‌دي جوړ کړي

زرداري: پر سرحدي مسایلو د کابل-اسلام‎اباد مشورې مهمې دي

د دې وزارت سرپرست غفور لېوال د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په اوسنیو شرایطو کې چې د ډیورند د فرضي کرښې هاغې غاړې ته سیمې پوځي شوي او د جګړې شرایط حاکم دي دا ډول اقدام پر ځای اقدام نه‎دی.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال

د پاکستان پوځ لوی درستیز دغه‌راز ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د دوه اړخیز امنیتي مېکانیزم د پراختیا په پلانونو کار پیل کړی او ویلي يې دي چې یوه ښه کنټرول شوې او امن لرونکې پوله د افغانستان او پاکستان دواړو چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې، په ګټه ده.

خو د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غفور لېوال له دې نظر سره موافق نه‎دی او وایي، تر هغو چې د ترهګرو ځالې چې د ډیورند تر کرښې وړاندې په امن ځایونو کې له‎منځه یونه‌وړل شي، که په دې کرښه لوړ دېوالونه هم جوړ شي، د امنیت له ټینګښت سره مرسته نه‎شي کولای.

لېوال: پاکستان رسماً د ډیورند پر فرضي کرښې تأسیسات نه‌دي جوړ کړي

د ډیورند د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان له‎خوا د دایمي استحکاماتو د جوړولو هڅو تل د کابل غُصه راپارولې ده.

کابل، اسلام‎اباد تورن کړی چې د وسله‎والو طالبانو پر مشرانو چې په دې هېواد کې اوسېږي سترګې پټې کړي او د هغو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي چې افغانستان کې د ورانکاري فعالیتونه سر ته رسوي.

د افغانستان ولسي جرګه کې نن د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي چې د امنیتي ادارو له نورو لوړپوړو چارواکو سره د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته بلل شوی وویل، وسله‎وال طالبان یوه وسیله ده چې د پاکستان پوځ ته د دې زمینه برابروي چې د افغانستان خاورې ته رادننه شي.

ملي امنیت: سیمه کې د ترورېستانو سیاست کې بنسټیز بدلون راغلی

د افغانستان او پاکستان تر منځ د شااوخوا دونیم زره کېلو مترو په اوږدوالي د ډیورند فرضي کرښې پر سر په کراتو-کراتو د دواړو هېوادونو تر منځ لانجې راپورته شوي چې کله هم د پاکستان له لوري د تورخم او سپین‎بولدک د لارو د تړلو سبب شوي چې مسافرو او سوداګرو ته‌یې ډیرې ستونزې راولاړې کړې دي.

په وروستیو کې یې بېلګه د دواړو دروازو تړل کېدل و چې شااوخوا پنځه اوونۍ یې دوام وکړ او تېره اوونۍ بېرته پرانیستل شوې.

XS
SM
MD
LG