د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

زرداري: پر سرحدي مسایلو د کابل-اسلام‎اباد مشورې مهمې دي


د پاکستان پخواني جمهور رئيس او د اپوزېسیون د لوی ګوند، پیپلز ډلې مشر اصف علي زرداري
د پاکستان پخواني جمهور رئيس او د اپوزېسیون د لوی ګوند، پیپلز ډلې مشر اصف علي زرداري

د پاکستان پخواني جمهور رئيس او د اپوزېسیون د لوی ګوند، پیپلز ډلې مشر اصف علي زرداري ویلي چې پر سرحدي مسایلو د کابل او اسلام‎اباد تر منځ مشورې او خبرې مهمې دي.

هغه پرون یکشنبه د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې د ګډو پولو پر څارنه او مدیریت د افغانستان او پاکستان خبرې له ډېرې مودې راهیسې په ټپه ولاړې دي.

د "پاکستان پيپلز پارټي" يا د پاکستان د خلکو ګوند د دې مشر په باور، د ګډو سرحدونو په اړه د دواړو هېوادونو خبرې له ترورېزم سره مبارزې او سیمه‌ییز امنیت ته ګټه لري.

پاکستان کې د پوځي چارو څارونکي او پخواني جنرال طلعت مسعود د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې دا کار د امنیت د خرابېدو مخنیوی کولای شي ځکه د مسعود په وینا د افغانستان، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې له پاکستان سره ګډ سرحد ته نېږدې پرتې دي، د امنیت ټینګول ښايي ډېر وخت ونیسي.

مسعود ویلي چې د دې سد جوړېدل به د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابولو پر ځای، دوه اړخیزې اړیکې ښې کړي.

هغه زیاته کړې چې دا اقدام ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ شخړې چې پر ګډه پوله د وسله‎والو د تګ راتګ له امله پېدا شوي، غلې کړي او په صادقانه ډول به د سوداګرۍ او مالي راکړې ورکړې لار پرانیزي.

خو پاکستانی خبریال او د سیمې د حالاتو څارونکی شمیم شاهین وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اغزن سیم لګول د ترهګرۍ مخنیوی نه‎شي کولای.

شمیم شاهین وویل:

"د دې سد جوړولو کار یو اړخیز دی ځکه د افغانستان حکومت باور یې نه‎دی اخیستی. پاکستان ته ضروري وه چې د افغانستان حکومت نظر واخلي، بیا پرېکړه وکړي. په هغه صورت کې ښايي دې کار نتیجه ورکړې وی خو زه فکر کوم چې اوس به‌یې پایلې ښې نه‎وي. ترورېزم د دېوالونو په پورته کولو له‌منځه نه‌ځي."

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د شنبې په ورځ پر ګډه پوله د سد جوړولو خبر ورکړ او ويې‌ویل چې هدف‌يې د هغو وسله‎والو د تګ–راتګ مخنیوی دی چې د قبایلو امنیت ته‌یې ګواښ پېښ کړی دی.

پاکستان افغانستان سره پر ګډه پوله د مانع "سد" جوړولو کار پیل کړ

باجوه وویل چې د سد جوړولو کار له مهمندو او باجوړه پیل شوی ځکه د هغه په وینا، دا سیمې تر زیات ګواښ لاندې دي.

جنرال باجوه په مهمندو اېجنسۍ کې له خپلو پوځيانو سره د کتنې پر مهال وویل، هغو سیمو ته چې له زیات ګواښ سره مخامخ دي، لومړیتوب ورکړی دی.

د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه

مهمند او باجوړ اېجنسۍ له افغانستان سره پر ګډه پوله پرتې سیمې دي.

افغانستان او پاکستان تقریباً ۲۴۰۰ کېلو متره ګډ سرحد لري چې د افغانستان دولت‌یې په رسمیت نه‌پېژني او د "ډیورنډ فرضي کرښه" یې بولي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه په‎دې اړه وویل چې د داسې سد، مانع یا دېوال د جوړېدو نښه‌یې لا نه‎ده ليدلې خو که داسې کار وشي، مخنیوی به‌یې وکړي.

ازاد: د ډیورند پر فرضي کرښې د پاکستان هر ډول اقدامات بې‌ګټې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، خیرالله ازاد وویل چې حکومت پر ډیورند فرضي کرښه د هېڅ ډول دېوال له جوړېدو او نورو تأسیساتو سره موافق نه‎دی او چا ته د داسې کار اجازه نه‌ورکوي.

XS
SM
MD
LG