د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

ازاد: د ډیورند پر فرضي کرښې د پاکستان هر ډول اقدامات بې‌ګټې دي


د افغانستان حکومت د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د موانعو جوړول یو اړخیز اقدام ګڼي او له دغه هېواده غواړي چې د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې هر ګام د افغان حکومت په تفاهم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د سې شنبې په ورځ د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ځینو موانعو په جوړولو پیل وکړ خو د افغانستان حکومت د پاکستان دغه اقدام غیر عملي او بې‌نتېجې یاد کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان د دواړو هېوادونو په اوږدو کې د دغو موانعو د کار پیل د افغان حکومت له هوکړې پرته پیل کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد

نوموړي وویل:

"د افغانستان دولت د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو له هوکړې پرته هر هغه اقدام چې ترسره کېږي بې‌نتېجې ګڼي او په‎ دې اساس له پاکستانه د افغان دولت غوښتنه دا ده، هر هغه اقدام چې تر لاس لاندې نیسي د افغان حکومت په موافقې دې ترسره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه په دې وروستیو کې د پاکستان د پولې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو پرده پورته کړه.

د پاکستان پوځ لوی درستیز ویلي چې د باجوړ او مومند اېجنسۍ تر ټولو زیاتې خطرناکې سیمې دي او پوځ به اول په همدغو سیمو کې کټارې او اغزن سیم لګوي.

پاکستان افغانستان سره پر ګډه پوله د مانع "سد" جوړولو کار پېل کړ

تر دې وړاندې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار طارق فاطمي ویلي چې دوی د پولو اداري مېکانیزم د عملي کولو په حال کې دي چې هېواد به‌یې له افغانستان سره د ټولې پولې په اوږدو کې موانع جوړې کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د سرحدونو او کورني امنیت کمېسیون غړي وایي، د افغانسان حکومت باید د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې پراته خنډونه د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب له‎منځه یوسي.

د دغه کمېسیون یوه غړي صالح محمد صالح په دې اړه وویل:

"زه فکر کوم دا زموږ لپاره یوه لویه ستونزه ده او افغانستان باید په ځان کې دا وړتیا پیدا کړي چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب او څارنې دا ستونزه هواره کړي."

دا لومړی ځل نه‎دی چې پاکستان په داسې اقدام لاس پورې کوي بلکې تر دې وړاندې هم تورخم کې د دروازې په جوړولو او د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پوستو په جوړولو اقدام کړی.

د يادونې وړ ده چې پاکستاني پوځ د فبرورۍ میاشت کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله د سند ایالت د لعل شهباز قلندر پر زیارت له ځانمرګي برید وروسته هم د یوې مودې لپاره تړلې وه.

پاکستان ادعا کوي چې دا ډول حملې د هغو وسله‎والو ډلو په واسطه ترسره کېږي چې مرکزونه‌يې افغانستان کې دي خو کابل تل دا ډول تورونه رد کړي او له اسلام‎اباده یې غوښتي چې پاکستان د ترورېستي ډلو ځالې له‌منځه یوسي.

په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو د برخې کارپوه خالد سادات په دې باور دی چې پاکستان د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره د ترورېستانو ننوتل پلمه ګرځولې ده.

نوموړی وايي:

"دا یوازې یوه پلمه ده، پاکستان د خپل غیر قانوني عمل د توجیه لپاره دلایل پیدا کوي، تاسې ګورئ په ډېرو سیمو کې چې ترورېستي حملې کېږي لکه اروپا کې له ترورېزمه زیانمنېږي، د افغانستان سره سرحد نه‎لري چې هغوی د دې ادعا وکړي چې له افغانستانه ترورېستان راځي، یوازې د خپلو غیر قانوني کړنو لپاره توجیه پیدا کوي."

ښاغلی سادات د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان وروستی اقدام خطرناک یادوي او وایي، که د پاکستان د دغې کړنې مخه ونه‌نیول شي د دواړو هېوادونو تر منځ به ستونزې لا زیاتې شي چې دا به ناوړې پایلې ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG