د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

عبدالله: پر ډیورند فرضي کرښې موانع ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه‌کوي


د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، د پاکستان له‌خوا له کرښې نه چې کوم خوځښتونه کېږي د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته نه‌کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان له‌خوا د موانعو د جوړولو مسئلې ته په اشارې سره وايي، د کرښې اخوا ته چې کوم خوځښتونه د پاکستان له‌خوا پیل شوي د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د مرستې پر ځای د کرښې دواړو خواوو ته د خلکو د اندېښنې لامل ګرځي.

ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې د دې مطلب په څرګندولو سره وویل چې د ترورېزم د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ رښتینې همکارۍ ته اړتیا ده.

عبدالله: دا خوځښتونه ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه کوي.
عبدالله: دا خوځښتونه ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه کوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د کرښې اخوا ته چې کوم خوځښتونه ترسره شوي د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مرسته نه‌کوي، بلکې د ترورېزم سره مبارزه رښتینې همکارۍ ته اړتیا لري، هیله لرو چې ګاونډي هېوادونه د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت تګلارې او ارادې ته د يوه فرصت په سترګه وګوري."

ښاغلي عبدالله وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې باید د خبرو اترو له لارې هوارې شي او دواړه هېوادونه باید په ګډه د ترورېزم په وړاندې ودرېږي او مبارزه وکړي.

هاخوا بیا د پاکستان پخواني جمهور رئيس او د اپوزېسیون د لوی ګوند، پیپلز ډلې مشر اصف علي زرداري ویلي چې پر سرحدي مسایلو د کابل او اسلام‌اباد تر منځ مشورې او خبرې مهمې دي.

هغه د يکشنبې په ورځ د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې د ګډو پولو پر څارنه او مدیریت د افغانستان او پاکستان خبرې له ډېرې مودې راهیسې په ټپه ولاړې دي.

د "پاکستان پيپلز پارټي" يا د پاکستان د خلکو ګوند د دې مشر په باور، د ګډو سرحدونو په اړه د دواړو هېوادونو خبرې له ترورېزم سره د مبارزې او سیمه‌‌ییز امنیت لپاره ګتورې دي.

پاکستان د تېرې سې شنبې په ورځ د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې د ځینو موانعو په جوړولو پیل وکړ، خو د افغانستان حکومت د پاکستان دغه اقدام غیر عملي او بې‌‌نتیجې یاد کړی.

د پاکستان حکومت تېره اوونۍ له افغانستان سره د تورخم او سپین ‌بولدک لارې چې ډېره موده‌یې تړلې وې، بیا پرانیستلې او زرګونه افغانانو او پاکستانیانو ته‌‌یې د تګ-راتګ او سوداګریزو مالونو د لېږدولو امکان برابر کړ.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو يو شمېر کارپوهان بیا وايي چې پاکستان په دې ډول خوځښتونو سره غواړي چې د ډیورند کرښې په شااوخوا پرتو سیمو باندې خپل حاکمیت ثابت کړي.

له ډلې فیض محمد ځلاند وايي، د ترورېستانو لوی مرکزونه د پاکستان په لویو ښارونو کې دي نه په خېبر پښتونخوا او د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې.

فیض محمد ځلاند.
فیض محمد ځلاند.

نوموړي زیاته کړه:

"د ترورېزم سرچینې او منابع په سیالکوټ، ټيکسلا، پنډۍ، کراچۍ او لاهور کې دي نه په وزیرستان، پښتونخوا او نه هم د ډیورند د کرښې په اوږدو کې، پاکستان د پرمختګ پالېسۍ د تګلارې څخه په ګټې غواړي هغه سیمه چې نړۍ د ازادو سیمو په توګه پېژندلې خپل پوځونه ورورسوي او تر خپل حاکمیت لاندې یې راولي."

ښاغلی ځلاند وايي، پاکستان غواړي له دې لارې ترهګرۍ ته وده ورکړي او يو لوی قوم جګړې ته وهڅوي او په قبایلي سیمو کې خپل حاکمیت ته زمینه مساعده کړي.

دی وايي، دا د افغان حکومت دنده ده چې په دې برخه کې خپل غږ پورته کړي او نړیوالو ته دا موضوع ورسوي تر څو پاکستان له دې ډول خوځښتونو او حرکتونو چې زیان‌یې عام ولس ته رسېږي لاس واخلي.

راپور: محمد واصل وصال

عبدالله: پر ډیورند فرضي کرښې موانع ترورېزم سره مبارزه کې مرسته نه کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

XS
SM
MD
LG