د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

ایران کې د افغانانو د اعدامونو زیاتوالی؛ په تېر اکټوبر میاشت کې ۱۳ افغانان اعدام شوي


ارشیف: په ایران کې د اعدام په موخه ځوړوند شوی پړی یا زندۍ
ارشیف: په ایران کې د اعدام په موخه ځوړوند شوی پړی یا زندۍ

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، په تېر اکټوبر میاشت د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۶۶ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.

په ایران کې یوه مېشته افغان کډواله د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وايي چې ورور یې دوه اوونۍ مخکې د اصفهان په زندان کې اعدام شو.

هغې ازادي راډيو ته وویل د خپل ۳۳ کلن ورور د اعدام د حکم د اړولو لپاره یې ډېرې هڅې وکړې خو نتیجه یې ورنه کړه.

نوموړي زیاته کړه: "زما د ورور جرم د مخدره موادو ساتل و، نږدې څلور کاله او اوه میاشتې زنداني و. له افغانانو سره ډېر بد چلند کوي. ځلونه محکمې ته لاړمه، قضایه قوې، عالي محکمې. د افغانستان سفارت هېڅ یوه کوم کار ونه کړ. لیکونه یې راسره شته."

د یوه بل افغان زنداني خور هم چې غواړي نوم یې وانخیستل شي، وایي چې د اعدامونو د خبر له اورېدو سره وېره لري چې داسې نه شي ورور یې اعدام شي.

هغه وايي: "که طالبان بندیان انتقال هم کړي، هغه کسان به نه انتقالوي چې په اعدام محکوم شوي وي، موږ هر ځای لاړو، سفارتونو ته لاړو، کابل او تهران ته لاړو او هڅه مو وکړه، خو هیڅوک یې مسوولیت نه مني. دوی هم یو په بل پسې افغانان اعداموي."

په ایران کې د اهواز زندان. په ټول ایران کې زرګونه افغانان بندیان دي.
په ایران کې د اهواز زندان. په ټول ایران کې زرګونه افغانان بندیان دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې، سږ کال په ایران کې ۴۹ افغانان اعدام شوي دي.

دا شمېره د تېر کال نږدې دوه چنده او د ۲۰۲۲م کال د اعدامونو درې برابره ده.

له بلې خوا د طالبانو حکومت په ایران کې د وروستیو اعدامونو له یادولو پرته ویلي چې هڅه کوي له ایران څخه افغان بندیان انتقال کړي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تیره ورځ د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون ته وویل چې دوی تر څلور زره زیات افغان بندیان راانتقال کړي او هڅه کوي چې نور بندیان هم له ډیپلوماتیکو لارو انتقال کړي.

د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، په ایران کې له ۵۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې افغانان بندیان دي.

د هغو افغانانو شمېر نه دی په ډاګه شوی چې په اعدام محکوم شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د وروستي راپور له مخې، په اکټوبر میاشت کې په ایران کې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۶۶ کسان اعدام شوي دي.

دا په وروستیو کلونو کې په یوه میاشت کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم د امریکا غږ فارسي تلوېزیون سره په خبرو کې د وروستیو اعدامونو په اړه وویل: "تېره میاشت د اعدامونو له لحاظه په تېرو شلو یا دېرشو کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه، د اسلامي جمهوریت رژيم د نړیوالې ټولنې او د رسنیو پام جګړې ته اړولی او په ایران کې دننه هغه څه کوي چې د خپل ځان د بقا لپاره یې مهمه دي."

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم
د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم

مقدم زیاته کړه چې د ایران رژیم د خلکو په منځ کې د وېرې او په ځانګړې توګه د معترضانو د خاموشه کولو لپاره اعدامونه کوي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې، په ټولیز ډول سږ کال په ایران کې شاوخوا ۶۵۲ کسان اعدام شوي دي.

ډېری اعدام شوي کسان په قتل، د مخدره موادو په قاچاق او بریدونو محکوم شوي دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت رژیم د بشري حقوقو د مدافعانو له‌خوا تورن شوی چې د قضیو د څیړلو بهیر یې عادلانه نه دی او بندیان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لری.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG