د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

له اتمر او رباني څخه د ډیورند کرښې په اړه د مشرانو جرګې وضاحت غوښتنه


د افغانستان د مشرانو جرګې د رأیو په اکثریت پرېکړه وکړه چې د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر باید د دغې جرګې یوې غونډې ته د ډیورند کرښې د وروستیو حالاتو په اړه ته وضاحت ورکړي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۶» په ناسته کې دغه‌شان د رأیو په اکثریت پرېکړه وشوه چې د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار باید د دغو موضوع تر شا د پرتو مسایلو په اړه وضاحت ورکړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د جرګې مشري کوله، په دې اړه وویل:

"د ډيورند مسئله زموږ یوه مهمه او ملي مسئله ده او ستاسې د وړاندیزونو پر اساس د ملي امنیت سلاکار، د سیمه‌يیزو ارګانونو مسؤلین او د بهرنیو چارو وزیر باید زموږ یوې عمومي جلسې ته راشي او د ډيورند د قضیې په تړاو وضاحت ورکړي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په کابل کې د بریتانیا سفیر نیکولاس کي له «بي بي سي» سره په خبرو کې ویلي چې د بریتانیا او نړیوالو له نظره د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده.

نوموړي دغه‌شان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم د غځولو او د موانعو د جوړولو په اړه ویلي چې پاکستان د یادې کرښې د مدیریت حق لري.

که څه هم تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني چارواکو د ډیورند کرښې د رسمیت په اړه څرګندونې کړي، خو دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی برحاله بریتانوی ډیپلومات دا شان خبره کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر سناتورانو په دې تړاو د افغان حکومت په دریځ او چوپ پاتې کېدو هم انتقاد وکړ.

سناتور شیر محمد اخندزاده په دې اړه وویل:

"د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځولو او موانع په اړه افغان حکومت چوپه خوله دی، که په دې اړه کومه پټه معامله شوې ده باید خلکو ته وضاحت ورکړل شي."

سناتور رحمت‌الله اڅکزي بیا وویل:

"موږ وینو چې په دې وروستیو کې د ډيورند کرښې په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي، لکه څنګه چې تاسې تېره شپه ولیدل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وويل چې دا کار یې له امریکا سره د تفاهم له مخې شروع کړی، له دې څرګندېږي چې د پردې تر شا خبرې شته."

د بریتانیا او نړیوالو له نظره د ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنيت شورا له ټولو بهرنيو ډيپلوماتانو او استازو غوښتي چې د ډيورند کرښې په باب د افغانانو او افغان حکومت په حساسيت ځان پوه کړي او د هغې مطابق دې خپل نظر څرګند کړي.

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د دوشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې له دغو بهرنيو استازو غوښتنه کړې چې د افغانستان تاريخي حق ته درناوى وکړي.

له دې وړاندې بیا د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په کابل کې د بريتانیا د سفیر وروستۍ څرګندونې د ډيپلوماتيکو اصولو خلاف بللې وې.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG