د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

له ترورېزم سره د مبارزې په هدف د ډیورند پر کرښه د کنټرول لپاره د پاکستان ټینګار


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د پولو کنټرول مهم ګڼي.

که څه هم دا لومړی ځل نه‌دی چې پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د موانع د جوړولو خبره کوي خو روېټرز خبري اژانس ته ځینو پاکستاني چارواکو د دېوال د جوړېدو خبره کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دېوال د جوړېدو په اړه څه نه‌وايي، خو د پولو پر کنټرول ټینګار کوي.

افغانستان او پاکستان نقشه.
افغانستان او پاکستان نقشه.

له دغه وزارت څخه ازادي راډیو ته په استول شوي برېښنالیک کې ویل شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې کنټرول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د امنیت د ټینګښت لپاره مهم دي او ښه ده چې افغان حکومت هم په دې برخه کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې تازه روېټرز خبري اژانس ته د پاکستان د سرحدي ځواکونو قوماندان محمد عثمان د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د دېوال د جوړېدو خبره کړې ده.

افغانستان او پاکستان شااوخوا ۲۵۰۰ کېلو متره ګډه پوله لري، خو دواړه افغانستان او پاکستان له دغې پولې څخه د ترورېستانو د تګ راتګ ادعاوې مطرح کوي.

که څه هم افغانستان هېڅکله د ډیورند کرښه د رسمي پولې په توګه نه‌ده پېژندلې، خو د روېټرز په حواله پاکستان دغه کرښه رسمي سرحد ګڼي او د خوندیتوب لپاره د دېوال د جوړېدو تکل‌یې کړی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، که پاکستان واقعاً غواړي امنیت ټینګ شي نو کافي ده چې په خپلې خاوره کې د ترورېستانو مرکزونه له‌منځه یوسي نه دا چې د کرښې په اوږدو کې موانعې جوړې کړي.

دولت وزیري
دولت وزیري

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا د حل لاره نه‌ده دا مسئله به د ستونزو د حل پر ځای نور هم حساسیتونه ډېر کړي، وسله‌والې ډلې چې په‌کې د حقاني شبکه یا نور طالبان شامل دي په پاکستان کې دي او مرکزونه‌یې هم معلوم دي، پاکستان دې دغه مرکزونه له‌منځه یوسي زما په فکر په افغانستان کې او پاکستان کې سوله ټینګېدای شي."

په ورته وخت کې د افغان حکومت یوې باوري سرچینې بیا د موضوع د حساسیت له کبله د نوم له افشا کېدو پرته ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت پاکستان ته د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د موانع جوړولو په غبرګون کې پر مناسب ځواب غور کوي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي، دا چې پاکستان د امنیت د ټینګښت په پلمه د ډیورند کرښې په اوږدو کې دېوال جوړوي دا مسئله د نړیوالو اصولو خلاف او له منطق څخه لیرې ده.

له دې ډلې بشیر هاتف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د پاکستان له لوري دا ډول طرحه هېڅ منطق نه‌لري د ترهګرو ځالې معلومې دي دوی باید په هغو سیمو کې د ترهګرو مخه ونیسي چې عملاً د دوی تر کنټرول لاندې دي."

ځینې سرچینې وايي چې پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې شااوخوا ۳۰ زره پوځیان د دغې کرښې د امنیت د ټینګښت لپاره ځای پر ځای کړي.

خو افغان حکومت تل ټینګار کړی چې هېڅکله به اجازه ورنه‌کړي چې ترورېستان د افغانستان له خاورې پاکستان ته ګواښ متوجې کړي.​

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG