د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

افغان حکومت د ډیورند کرښې په اړه د خپل رسمي دریځ ستراتیژي جوړوي


د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ډیورند کرښې په اړه د یوې داسې ستراتېژۍ د جوړولو خبره کوي چې د افغان حکومت رسمي دریځ به څرګند کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، نه ولسونه او نه هم افغان حکومت ډیورند کرښه په رسمیت پېژني، خو پاکستان یې په بېلابېلو بهانو په رسمیت د پېژندلو هڅه کوي.

د دغه وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي چې د پنجشنبې په ورځ «لړم ۱۳۹۶،۰۴» یې د دغه وزارت د تېرو درېیو کلونو د کړنو راپور له رسنیو سره شریکاوه پر ډیورند کرښه د روانو حالاتو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ته په ځواب کې وویل، اغزن سیمونه ولسونه نه شي سره بېلولای او حکومت په دې برخه کې ډیپلوماټيکې هڅې کوي.

ښاغلی احمدزی وايي، دوی د ډیورند کرښې او د هغې په اوږدو کې د پاکستان د وروستیو فعالیتونو په اړه د افغان دولت د رسمي دریځ ستراتیژي جوړوي.

محمد یعقوب احمدزی
محمد یعقوب احمدزی

نوموړي زیاته کړه:

"د دغو مسائلو لپاره چې زموږ له ولسمشر سره ناسته وه، وړاندیز دا دی چې د سرحدونو او ډیورند کرښې په اړه ستراتیژي جوړه شي چې زموږ دریځ وښيي، هیڅ دولت دا پوله په رسمیت نه ده پېژندلې او نه یې ولسونه پېژني، ځينې داسې شایعات دي چې پټې معاملې شوي اصلاً هیڅ شي نشته او زموږ ټينګار پر دې دی چې ولسونه به په دې اړه پرېکړه کوي."

دی وايي، د دغې ستراتیژۍ په اړه د تېرو دوو میاشتو راهیسې له خلکو سره مشورې روانې دي او ټاکل شوې چې ژر بشپړه شي.

د ښاغلي احمدزي په خبره د ډیورند کرښې په اړه د یوې لویې عنعنوي جرګې رابللو ته اړتیا ده او دا کار یوازې هغه وخت شونی دی چې افغانستان له بشپړ ثبات نه برخمن وي.

پر ډیورند کرښې لارې
پر ډیورند کرښې لارې

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان د ډیورند پر شته پوله د اغزنو سیمونو د غځېدو لړی پیل کړې ده.

پاکستان وايي، دا کار د ترورېزم د مخنیوي په خاطر کوي، خو افغان حکومت وايي، پاکستان په داشان عمالو سره د ډیورند د رسمي کېدو په هڅه کې دی.

دا کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ نېږدې ۲۶۴۰ کېلومتره ده چې په ۱۸۹۳میلادي کال کې د بریتانوي هند او افغان امیر عبدالرحمان خان لخوا په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغېز د لېرې کولو په هدف د سلو کلونو لپاره معاهده لاسلیک شوه.

په ورته وخت کې د افغانسان د ولسي جرګې د کورني امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د کمېسیون غړی محمد سخي مشواڼی وايي، افغان حکومت په دې برخه کې تل پڅ اقدامات کړي دي.

پر ډیورند کرښه پاکستانی پولیس.
پر ډیورند کرښه پاکستانی پولیس.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل پاکستان د شته پولو هم را وړاندې شوی، یعنې په ځينو سیمو کې تر ۱۵ کېلومترو د افغانستان په خاوره کې اغزن سیمونه غځولي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ستونزه نوې نه ده خو پر وړاندې یې زموږ حکومت خورا پڅ دی، زه په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو وکیل یم، خو دا وخت زما د نیکه او پلار پر کور پاکستان پوستې جوړي کړي او ځمکې مو شاړې دي".

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره دوی ټولې ډیپلوماټیکې هڅې کوي، خو په دې برخه کې د ولسونو رول هم خورا مهم دی.

په دې لړ کې د پاکستان د سرغړونو او تېریو په اړه افغان حکومت د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې ملګرو ملتونو ته هم له پاکستان نه شکایت لیک ولېږه، خو انتقاد دا دی چې دا موضوع په جدي توګه نه تعقیبېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG