د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

پر ډیورند کرښه د تأسیساتو د جوړولو پر ضد پاکستان ته د افغانستان خبرداری


پاکستاني پوځ د سې شنبې په ورځ وویل، د افغانستان سره د ډیورند پر کرښه‌یې د امنیت د ښه کېدو په هدف د دېوال جوړول پیل کړي.

خو دې اقدام په کابل کې افغان چارواکي غوسه کړي او وايي چې پاکستان د ډیورند کرښې ته نېږدې د هېڅ ډول تأسیساتو د جوړولو حق نه‎لري.

پاکستان او افغانستان د ډیورند کرښې چې ۲۴۰۰ کېلو متره اوږدوالی لري خپلو کې وېشلی.

دا کرښه په ۱۸۹۶ میلادي کال کې بریتانوي واکمنو راښکلې او افغان حکومت‌یې له پاکستان سره د خپل رسمي سرحد په توګه نه‌مني.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې په وینا پر ډیورند کرښه د دېوال جوړولو لومړی پړاو په باجوړ، مومندو، خېبر او قبایلي سیمو کې بشپړېږي.

پاکستاني پوځ همدارنګه زیاته کړې چې په دې سیمو کې د ترهګرو له تګ راتګ څخه د مخنیوي او دفاعي پیاوړتیا لپاره پوځي چاوڼۍ او سرحدي پوستې هم جوړوي.

خو په کابل کې افغان چارواکي وايي، له دوی سره پر ډیورند کرښه د دا ډول تأسیساتو د جوړولو په اړه هېڅ ډول سلا او موافقه نه‎ده شوې.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو د چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال ازادي راډیو ته وویل، دا کار د سیمې د خلکو د بېلتون پرته بل کوم هدف نه‌لري او افغان حکومت د دا ډول اقداماتو مخالف دی.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو د چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو د چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال

نوموړی وايي:

"د افغانستان له حکومت سره په دې برخه کې هېڅ ډول توافق وجود نه‌لري. د افغانستان حکومت پر دې نظر دی چې د ډیورند پر فرضي کرښې د هر ډول موانعو جوړول د سیمې له ثبات سره کومه مرسته نه‎شي کولای، یوازې د دې سیمې د خلکو د بېلتون او د حقونو د پایمالېدو سبب کېږي او افغان حکومت به د هغه څه چې د سیمې د خلکو په زیان وي مخالفت وکړي."

خو د پاکستان چارواکي ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر کرښه د دېوال جوړول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي:

"پر کرښه یو ښه تنظیم شوی امنیتي مېکانیزم د سولې او ثبات سره مرسته کوي."

خو ښاغلی لېوال وايي، ترهګر د پاکستان په ښارونو کې ځای لري، نوموړی د اسامه بن لادن د وژل کېدو ځای ته اشاره وکړه او زیاته‌یې کړه، د قبایلي سیمو اوسېدونکي پر دوی د تپل شوې ناامنۍ او ترهګرۍ قرباني دي.

غفور لېوال ازادي راډیو ته وویل، د ترهګرۍ پر ضد اقدامات د پاکستاني لوري رښتینی نیت او اراده غواړي، نه پر ډیورند کرښه د دېوالونو جوړول.

د ښاغلي لېوال په وینا دا دېوال جوړونه پاکستان د یو سیاسي تاکتیک په توګه کاروي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم پر ډیورند کرښه د پاکستان له‎خوا د دېوال د جوړونې پر ضد خبرداری ورکړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته ویلي:

"پاکستان د افغانستان سره پر کرښه د هېڅ ډول دېوال یا نورو تأسیساتو د جوړولو حق نه‎لري."

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

ښاغلې دانش د پاکستان له‎خوا پر ډیورند کرښه د دېوال جوړولو په صورت کې د متقابلو اقداماتو خبرداری ورکړی او وايي:

"تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو د کرښې سره نېږدې د ودانیو د جوړولو تېروتنه کړې چې زموږ له‎خوا له سخت عکس‌العمل سره مخ شوي، هیله ده چې دوی به بیا داسې تېروتنه نه‌تکراروي."

د دواړو هېوادونو تر منځ وروستۍ ناندرۍ په داسې حال کې راپورته کېږي چې ټاکل شوې په نېږدې ورځو کې د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل او اسلام‎اباد ته د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړیتوب لپاره سفرونه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل او اسلام‌اباد ته سفر کوي

ارګ: د چین د بهرنیو چارو وزیر او یو پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر سفر او د سولې په اړه هيلې

همدارنګه افغان چارواکو ویلي چې د پاکستان یو پلاوی هم په راتلونکو څو ورځو کې کابل ته راځي چې په دوه اړخیزو مسئلو به خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG