د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر سفر او د سولې په اړه هيلې


په داسې حال کې چې کابل ته د چین د بهرینو چارو وزیر د سفر نېټه نه‎ده وروستۍ شوې خو په کور دننه له دغه سفر سره ډېرې هیلې را ټوکیدلي دي.

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر وايي چې چین د افغانستان د اقتصاد او امنیت اړتیا احساس کړي او په دې برخو کې د ډېرو کارونو د کولو لېوالتیا لري.

عبدالطیف ژوندي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې دا د کوم چینایي لوړ پوړي چارواکي لومړی سفر دی او هغه هېواد کولای شي د افغانستان په اړه د پاکستان نظر بدل کړي.

دی وايي:

"چین کولای شي چې د افغانستان په اړه له پاکستانه ضمانت واخلي ځکه دا دواړه هېوادونه ډېر ستراتېژیک ملګري دي او پر پاکستان اغېز لري، په دې کې چې امریکا هم وي کیدای شي د سولې بریالۍ خبرې ترسره شي چې د افغانستان پاکستان او چین په ګټه دي."

د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د کابل، اسلام اباد او بیجنګ ترمنځ د یوې غونډې د رابللو لپاره ډېر ژر کابل ته راځي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو درېیو هېوادونو ترڅنګ هغه غونډه چې امریکا هم په‎کې ګډون کوي د ټولو پخوانیو غونډو په پرتله متفاوته ده او باید پاکستان د ترورېزم پر وړاندې په روانه مبارزه کې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ وکړي.

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې پاکستان تل په دوه ګوني چلند تورن کړی او ویلي یې دي چې دا هېواد د ښه او بد تروریست له توپیر سره په افغانستان کې جګړه مخ ته وړي.

چین له دې وړاندې هم د افغانستان په هکله د ځينو مهمو غونډو فعاله غړی و خو له تېرو شاوخوا دوه کالونو راهیسې د کابل او اسلام‎اباد اړیکو له خرابېدو سره د غونډو دا لړۍ دریدلي وې.

له دې سره د افغانستان د سولې عالي شورا د دغه هېواد د سولې او ثبات په برخه کې د چین رول نه یوازې اغیزمن بلکې له نتیجې ډک بولي.

د دغې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل، د چین وروستی دریځ ښيي چې د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع رامنځته کیدای شي.

د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار
د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار

​نوموړی وايي:

"دا هلې ځلې نه یوازې دا چې اغېزه لري بلکې ان شالله چې ښه نتیجه به هم ولري، زموږ حکومت په دې برخه کې ښه پرمختګ کړی او هیله لرو چې د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع له همدې سفر او ځایه پیل شي."

تېره اوونۍ په قزاقستان کې د شانګهايي سازمان د غونډې ترڅنګ د چین د خلق جمهوریت جمهور رئیس افغان ولسمشر سره په لیدنه کې وویل چې هېواد یې د افغان سولې د پروسې ملاتړ کوي او د افغانستان وضعیت د ښه کیدو لپاره د غونډې کوربه توب ته چمتو دی.

د دې غونډې د جوړېدو نېټه لا نه‎ده ټاکل شوې خو افغان حکومت وايي هیله ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د سفر په جریان کې به په دې اړه هم پرمختګ ولري.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG