د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

له حکومت نه د پاکستان په اړه د افغان ځوانانو د سیاسي او مدني خوځښتونو غوښتنه


د افغان ځوانانو د سیاسي او مدني خوځښتونو د همغږۍ کمېټه وايي، پاکستان له تېرو درېيو اوونیو راهیسې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د اغزنو سیمونو د غځولو، د خندق د کېندلو او د لازیاتو پوستو د جوړولو تابیا کړې ده، خو په باور یې افغان حکومت په‎ دې برخه کې ناڅرګند دریځ لري.

دغو مدني فعالانو د سې شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان د وروستیو لاسوهنو په تړاو وضاحت ورکړي.

فیض محمد ځلاند
فیض محمد ځلاند

دوی دغه‌شان یو پرېکړه‎لیک هم خپور کړ چې د پرېکړه‌لیک یوه برخه د غونډې ګډون‎وال او د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند داسې ولوسته:

"افغان حکومت باید د پاکستان د وروستیو لاسوهنو په اړه وضاحت وړاندې کړي، حکومت باید په محکومې پښتونخوا «پېښور او کوټې» کې سیاسي نمایندګۍ وتړي، ځکه کوټه او پېښور د افغانانو خپله خاوره ده، حکومت دې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې سرحدي پولیسو ته د سرحدي پرځای بل «د پښتونخوا ځواک نوم ورکړي» په سمبولیکه توګه باید د پښتونخوا لپاره ۱۰ څوکۍ په ولسي جرګه او لس څوکۍ په مشرانو جرګه کې اعلان کړي او د پېژندپاڼو د وېش په برخه کې دې ټولو هغو وګړو ته د اخیستلو حق اعلان کړي چې له امو تر اباسینه افغانستان کې ژوند کوي."

دوی دغه‌شان د افغانستان په نړیوالو ملګرو په ځانګړي ډول د امریکا په متحده ایالاتو غږ وکړ چې د پاکستاني پوځ د مداخلو مخه ونیسي.

یادو مدني فعالانو وویل، که د دوی غوښتنې ونه‌منل شي په پراخو ولسي لاریونونو به لاس پورې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو په دې وروستیو کې تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې په مهمندو، باجوړ اېجنسیو او دغه‌‌شان په جنوبي پښتونخواه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم د غځولو چارې پیل کړې دي.

پاکستان افغانستان سره پر ګډه پوله د مانع "سد" جوړولو کار پېل کړ

غفور لېوال: پر ډیورند د اغزن سیم د مخنیوي لپاره به په هر انتخاب غور وشي

پاکستاني چارواکو ویلي چې دا کار یې د کرښې په اوږدو کې د ترهګرو د اوښتلو د مخنیوي په هدف کړی دی.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه دوی په نړیواله کچه خپل غږ پورته کړی او ټينګار کوي چې افغان حکومت به پاکستان ته اجازه ورنه‎کړي چې په ډيورند کرښه اغزن سیم وغځوي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د پاکستان د لاسوهنو په تړاو موږ نه‌یوازې چې خپل غږ پورته کړی دی، بلکې اسناد مو نړیوالو معتبرو مرجعو ته هم سپارلي دي، په تېره کې هم پاکستان د ډیورند پر کرښه باندې د اغزن سیم د غځولو هڅه کړې ده، خو د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوی، دا کار تر اوسه نه‎دی پیل شوی او افغان حکومت به هېڅکله دوی ته اجازه ورنه‎کړي."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې په ننګرهار کې هم د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرتو ولسونو د پاکستاني پوځیانو له لوري په کرښه د اغزنو سیمونو د غځولو او دروازو جوړولو پر ضد مظاهره وکړه او د پاکستان حکومت دا اقدام‌‌یې وغانده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG