د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

غني او عباسي: د عمل پلان د سند د وروستي کولو په اړه دې کار پیل شي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغانستان او پاکستان د عمل د ګډ پلان د سند په متن کې د سولې د ټینګښت او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ژمنې شاملې دي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر محمد اشرف غني او صدراعظم شاهد خاقان عباسي ترمنځ کتنه کې هوکړه وشوه چې دغه سند وروستۍ شي.

د نوموړي په خبره د پاکستان صدراعظم همدا راز له ښاغلي غني سره په کتنه کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ وکړ او د هر راز همکارۍ ژمنه یې وکړه.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"د افغانستان او پاکستان د عمل پر ګډ پلان بحث وشو او هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ملي امنیت سلاکاران په‎دې سند کار پیل کړي او وروستی یې کړي، ولسمشر په‎دغه ناسته کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت به په سیمه کې د سولې لامل شي، پاکستاني لوري د افغان حکومت د سولې له طرحې هرکلی وکړ او ویې ویل چې موږ د مرستې لپاره چمتو یو."

د نوموړي په خبره د سرحدي سرغړونې او په ځانګړي توګه د راکټي بریدونو، د سیمه‎ییزې همکارۍ او اتصال، له منځنۍ اسیا پاکستان ته د برښنا لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د اسنادو پر چمتو کولو هم بحث وشو.

شاه حسین مرتضوي همدا راز وویل چې دواړه لوري افغانستان ته د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره هم پر یوه مېکانېزم هوکړې ته ورسېدل.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي همدا راز وویل چې ولسمشر غني او شاهد خاقان عباسي له کوټې څخه تر کندهار او هرات پورې د ریل پټلۍ، د پېښور- جلال‎اباد د سړک او ریل پټلۍ او همدا راز د پېښور کابل د سړک په اړه خبرې کړي دي.

شاهد خاقان عباسي د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راغلی دی.

ښاغلي عباسي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې په جلا توګه د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي او پاکستان ته یې د تګ بلنه ورکړې ده.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، شاهد خاقان عباسي په‎دغه کتنه کې ویلي چې پاکستان چمتوالی لري، څو د افغان سولې لپاره زمینه برابره کړي.

د ښاغلي فیصل په خبره په دغه ناسته کې اجرائیه رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پر رامنځته کېدو ټینکار کړی دی.

د ښاغلي عبدالله په باور د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا هغه مهال رامنځته کیدای شي چې په افغانستان د جګړې شدت کم شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00
مستقیم لېنک

دا سفر په‎داسې حال کې ترسره کېږي چې له څو کلونو راپه‎دېخوا د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ اړیکې ترینګلي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا لوی لامل د افغان حکومت هغه ادعا ده چې ګواکې پاکستان د سولې په برخه کې رښتینې همکاري نه‎کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي.

د صدراعظم عباسي نوې ژمنه تر څه بریده افغان لوري ته د باور وړ ده؟

د پوځي چارو او د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پرصداقت د بې باورۍ باوجود هیلې شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي.

پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي
پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي

ښاغلی کریمي زیاتوي:

"وبه کتل شي چې پاکستان هغه ژمنې چې کوي یې هغه عملي کوي هم او که څنګه؟ د بېلګې په توګه که په کونړ راکټي حملي کوي بندېږي دا به یوه مثبته نښه وي، که څه هم په تېر کې پاکستان ګڼې ژمنې کړې وې، خو عملي کړي يې نه‎دي، خو که دا ځل خپلې ژمنې عملي کړي؛ ښايي د خلکو خوشبینې زیاته شي."

د نوموړي په خبره دا چې په تېر کې پاکستان له افغانستان سره رښتینی نه‎وه نو لا یې هم پر ژمنو شکونه شته.

د ښاغلي کریمي په باور د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او د افغان سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان اغېز مهم دی او له روله انکار نه‎شي کیدای.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG