د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

دفاع وزارت: که د پاکستان حملې تکرار شي، په ټول قوت یې ځوابوو


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو ځواکونه د کونړ او نورستان په سرحدي سیمو کې په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او که د پاکستان حملې تکرار شي افغان ځواکونه به یې په ټول قوت ځواب ورکړي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دفاع وزارت د اوپراسیون د رئیس په مشرۍ د دفاع وزارت یو پلاوی اسلام‎اباد تللی، څو د پاکستاني حملو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"د غبرګون په ترسره کولو سره سرغړونې بندې شوي دي او همدا راز یو دوه ستوری پلاوی پاکستان تللی دی، د پلاوي د خبرو لومړیتوب به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو مسئله وي، دا مهال موږ په لومړۍ درجه احضاراتو کې یو او که بیا هم د پاکستان له لوري هغه ډول سرغړونې چې مخکې یې ترسره کړي تکرار شي، موږ به یې په ټول قوت په مقابل کې غبرګون وښیو."

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان د مخکنیو سرغړونو په دوام د چهارشنبې په ورځ جېټ الوتکو د کونړ د دانګام ولسوالۍ پر یوې سیمې څلور بمونه غورځولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان حملې به اړیکې نورې هم خرابې کړي

د کونړ اوسېدونکي: پاکستانۍ هليکوپټرو نن بیا پر کونړ هوايي حملې کړي

سېلاب قول اردو: افغان پوځ د پاکستان هوايي حملې ته په سقیله وسلې ځواب ورکړی

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه حمله غندلې او هغه یې د افغانستان پر هوايي حریم تېری او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللې ده.

له بلې‎خوا د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دانګام پر ولسوالۍ ۶۰۰ راکټونه وېشتلي چې له کبله یې یو ښځه ټپي شوې او مالي زیانونه هم اړولي دي.

پاکستاني پوځ پر کونړ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۴ د توپونو ګولۍ ویشتلي
پاکستاني پوځ پر کونړ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۴ د توپونو ګولۍ ویشتلي

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا رد کړې چې ګواکې پاکستان په افغان خاوره کې عملیات کړي دي.

پاکستان وايي هوايي ځواک یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړاوی نه‎دی کړی

په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې پاکستان په خپلې خاورې کې د هغه ترورېستانو پر ضد عملیات کړي چې په خبره یې له افغانستانه راځي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نن جمعه د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته سفر کړی دی.

د پوځي چارو د کارپوهانو په خبره ولسمشر غني باید په جدي توګه د پاکستان له صدراعظمه وغواړي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سرغړونې او پر افغان خاوره حملې بندي کړي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین مېرزا محمد یارمند وايي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې له استخباراتي تکتیکونو کار اخلي او پر افغان خاوره یې د حملو بندېدل هم مؤقتي دي.

مېرزا محمد یارمند
مېرزا محمد یارمند

نوموړی زیاتوي:

"کله چې د افغانستان له‎خوا غبرګون ښودل کېږي، پاکستانیان خپلې حملې بندوي ځکه چې خبره جګړې ته ونه رسېږي او د پاکستان په مقابل کې ملي پاڅون رامنځته نه‎شي، خو دوی چې له کومې لارو چارو استفاده کوي هغه استخباراتي دي او هرکله چې افغانستان غبرګون ښیي، دوی خپلې حملې بندوي."

د ښاغلي یارمند په خبره د تل لپاره پر افغان خاورې د پاکستان د حملو د مخنیوي لپاره باید سیاسیون او د افغانستان خلک په یوه واحد صف کې د پاکستان پر وړاندې ودرېږي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG