د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان کابل ته د پاکستان د صدراعظم سفر د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د رغېدو لپاره ښه پیلامه بولي.
د نړیوالو چارو افغان کارپوه سید انتظار خادم وايي، که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې ډېرې دي، خو نړیوال فشارونه به د دې لامل شي چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل دریځ بدل کړي.
د ازادي راډیو خبریال محمد حدیث پردېس له ښاغلي خادم سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې افغان ولسمشر باید د کومو مهمو مسایلو په اړه له شاهد خاقان عباسي سره وغږيږي؟