د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۱۲

د امریکا ملي راډيو: هغوی چې دا ډول څرګندونې کوي وژل کېږي!


  • د امریکا ملي راډيو

د امریکا ملي راډيو په خپله انټرنټ پاڼه کې هغوی چې دا ډول څرګندونې کوي وژل کېږي، تر سرلیک لاندې د ځوان وزیرستاني فعال پشتین په اړه لیکي:

نوموړی د جنوبي وزیرستان په یوې کورنۍ پورې چې ټول اته خویندې او وروڼه دي تړلی او لکه د نورو زرګونه کورنیو په څېر چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د وسله‌والو طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د جګړو له امله له خپلو اصلي سیمو بې‌ځایه شوي، خپله مېنه پرېښې وه.

پشتین له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د خپل قوم د حقوقو په یوه مدافع بدل شوی دی.

په لیکنه کې وړاندې راغلي، کله چې د پشتین کورنۍ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې بېرته وزیرستان ته ستنه شوه، خپل کور یې وران شوی و او سیمې یې هم په ماینونو پوښل شوې وې.

نوموړي ویلي په هره امنیتي پوسته کې د پاکستان پوځ ورسره د سپکاوي ډک چلند کاوه.

پشتین په کراچۍ کې د نقیب‌الله محسود له وژلو وروسته په جنوري میاشت کې په اسلام‌اباد کې مظاهرې تنظیم کړې.

هغه په اسلام‌اباد کې د پرلت پر مهال ویلي چې له یوې عادي مظاهرې پورته، یوه لوی هدف ته رسېدلی دی.

د پښتنو نور قومونه هم له هغه سره یوځای شول او د پاکستان په مختلفو سیمو کې یې اعتراضونه پیل کړل.

په افغانستان کې یې هم په ملاتړ په کابل، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې اعتراضونه وشول.

په مطلب کې دغه‌راز د چارو د کتونکي، د نیویارک په پوهنتون کې د افغانستان او پاکستان د سیمه‌ییز پروګرام د مشر بارنت روبین څرګندونې هم را اخیستل شوي چې ویلې یې دي داسې ښکاري چې په پاکستان کې په پښتنو کې یو لوی غورځنګ چې مخکې یې په خصوصي توګه خبره کېده، پیل شوی چې د ده په وینا د پاکستان حکومت ته په‌کار ده چې د دغه غورځنګ غوښتنو ته په سمه توګه ځواب ووایي او هغه د یوه فرصت په توګه وبولي.

ترکیه غواړي نږدې ۶۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.

  • «اېس. بي. اېس»

افغانستان ته د ترکیې د صدراعظم له سفر سره په یوه وخت د «اېس. بي. اېس» نیوز په نوم له استرالیا خپرېدونکې خپرونې لیکلي چې ترکیه غواړي نږدې ۶۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.

د خپرونې په وینا دا هغه افغانان دي چې په خپل هېواد کې د روانو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله د خپل هېواد پریښودو ته اړ شوي او د ایران له لارې د ترکیې ختیځې برخې ته داخل شوي دي.

«اېس. بي. اېس» خپرونه لیکي:

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه افغانان به چې په غیر قانوني توګه د ترکیې خاورې ته ننوتي او شمېر یې نږدې ۶۰۰ تنو ته رسېږي، د اوونۍ په پای کې بېرته افغانستان ته واستول شي.

د دې وزارت په وینا په ختیځ ارزروم ولایت کې د ۵۹۱ افغانانو د بېرته استولو پروسې بشپړې شوي او په کرایه شویو الوتکو کې د شنبې او یکشنبې په ورځو افغانستان ته استول کېږي.

دغه وزارت دغه‌راز ویلي چې په څو ورځو کې به د ترکیې په نورو ولایتونو کې هم د غیر قانوني افغان کډوالو د بېرته استولو پروسه چټکه شي.

خو د خپرونې په لیکنه د بشري حقونو ډلو پر ترکیې انتقاد کړی چې کډوال بېرته د جګړې ډګر ته استوي او په دې توګه د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د ترکیې د حُریت ورځپاڼې د راپور له مخې په وروستیو میاشتو کې په زرګونه افغانانو د ترکیې دې سرحدي ولایت ته ځانونه رسولي دي.

ترکیه په داسې حال کې دغه په سلګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استوي چې د دې هېواد صدراعظم بن‌علي ییلدیریم د یکشنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړي کېدو خبرې وکړې.

له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې دغه‌راز په ترکیه کې د افغان کډوالو پر مسئلې هم خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG