د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

ولسي جرګه: له عملي اقداماتو پرته د پاکستان خبرې د وخت ضایع کول دي


په داسې حال کې چې د افغان او پاکستاني مشرانو تر منځ د دولتونو په کچه د خبرو لومړی پړاو تېره ورځ په کابل کې تر سره شو، د افغانستان ولسي جرګه د پاکستان له عملي اقداماتو پرته، خبرې او سفرونه د وخت ضایع کیدل بولي.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس وايي، دا خبرې داسې مهال پیل شوي چې پاکستان پر افغانستان توغندي ولي او په خاوره کې دننه یې بمباري کوي.

عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل چې د پاکستان داشان کړنې ښيي چې د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ خبرې یوازې د وخت ضایع کول دي.

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هیله مند یو چې که پاکستان د یوه ګاونډي هېواد په توګه له افغانستان سره خبرو ته حاضرېږي باید رښتیني او دوستانه عملي اقدامات هم وکړي، له بده مرغه داسې سفرونه او خبرې بیا بیا شوي، خو موږ لازمې نتیجې نه دي لیدلي، پرته له دې نه چې وخت ضایع کړي."

ښاغلی ابراهیمي وايي، پاکستان باید د رامنځته شوي فرصت نه ښه استفاده وکړي، کنه په خبره یې، لېرې نه ده چې د ناامنۍ لمنه ورورسېږي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسې تېره ورځ په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی و او د ولسمشر غني سره د خبرو پرمهال، د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې عمل د ګډ پلان پر بشپړېدو ټينګار وکړ.

د پاکستان د صدراعظم له دفتره او د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت نه په خپرو شویو اعلامیو کې راغلي چې دواړو مشرانو پر اوو مهمو مواردو موافقو ته رسېدلي دي.

په اعلامیو کې راغلي چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي او دواړه هېوادونه به د هغو جنګیالیو په خلاف ګامونه پورته کوي چې د افغانستان او پاکستان امنیت ګواښي.

د دې تر څنګ موافقه شوې چې دواړه هېوادونه به په خپلو خاورو کې هېڅ هېواد، ډلې یا شخص ته اجازه نه ورکوي چې د یو د بل په خلاف د دولت په کړنو لاس پورې کړي.

د موافقې پر اساس دواړو لورو ژمنه کړې چې د یوه بل هېواد د حریم له نقضولو ډډه کوي او د یوه بل د ملامتولو پر ځای د ستونزو او اختلافاتو د حل په هدف د عمل ګډ پلان په چوکاټ کې به د همکاریو له میکانیزم کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل تل پاکستان د وسله والو ډلو په روزلو، هغوی ته د پناه ځایونو په ورکولو، په سرحدي سرغړونو او د افغانستان په بې ثباتۍ تورن کړی دی.

کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر سره هم مهاله افغان چارواکو ویلي چې د پاکستان له لوري پر کونړ توغندي توغول شوي او پاکستاني جېټ الوتکو په دانګام ولسوالې څلور بمونه غورځولي دي.

د سیاسي او پوځي چارو کارپوه شهنواز تڼی وايي، د سولې عمل په ګډ پلان کې مهمې نقطې یادې شوي، خو د پاکستان تېرو کړنو ته په کتو دا باور کم دی چې نوموړی هېواد دې عملي اقدامات وکړي:

"د نړیوال ایتلاف په موجودیت کې د تېرو اولسو کلونو راهیسې تل همداسې خبرې کېږي خو بیا ښې نتیجې نه لري، داسې ښکاري چې دواړه هېوادونه خپل کارونه په سمه توګه نه شي تر سره کولای، نو د دې لپاره چې دا ټولې ستونزې حل شي د ښه تفاهم، حوصلې، ښو اړیکو او د یوه بل ستونزو او ګټو ته د درناوی اړتیا ده."

ښاغلي تڼي ازادي راډيو ته وویل چې د دې لپاره چې په دغه پلان عمل شوی وي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د باور فضا رامنځته شوي وي، نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم باید خپل رول ادا کړي.

د ښاغلي تڼي په خبره، دا سفرونه او موافقې هغه وخت نتیجه ورکوي چې د خبرو ور ها خوا عمل پیل شي او په دې برخه کې پکار ده چې پاکستان لومړی اقدام وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG