د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

مطبوعات: د پاکستان صدراعظم د کړکېچ د کمښت لپاره افغانستان ته راغلى


واشنګتن پوسټ ورځپانې د افغانستان په اړه یوه مقاله چاپ کړې چې عنوان یې دی د پاکستان صدراعظم د کړکېچ د کمښت لپاره افغانستان ته راغلی دی.

د ارګ ماڼۍ له خوا په هغه بیان کې چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم شاهدخاقان عباسي تر لیدنې وروسته خپره شوې راغلي چې دواړه لوریو له تروریزم سره په مبارزې، د افغانانو په مشرۍ د سولې په خبرو او په سرحدي سیمو کې په تاوتریخوالیو بحث وکړ.

همداراز د ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست ازادي راډيو ته ویلي چې د پاکستان صدراعظم له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له وړاندیز هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د واشنګتن پوسټ مقاله کې لولو چې پاکستان د کابل او واشنګتن له لوري تر فشار لاندې دی څو په خپله خاوره کې د تروریستانو پټنځایونه بند کړي.

خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي او وړمه ورځ شاهد خاقان کابل ته تر تلو مخکې ادعا وکړه چې په پاکستان کې ورانکاره ډلې په افغانستان کې مېشتي دي هغه ادعا چې افغان چارواکو په کلکه رد کړې ده.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د ورستنېدو په اړه یوه مقاله لیکلې ده.

د دې ورځپاڼې په تازه مقاله کې راغلي حتا ځینې افغانان چې خپل هېواد یې لیدلی هم نه دی او په پاکستان کې رالوی شوي افغانستان ته استول کېږي.

لاس انجلس ټایمز د رحمت په نوم د یوه افغان کډوال کیسه راخیستې چې په دې وروستیو کې د ترکیې چارواکو افغانستان ته استولی دی.

په مقاله کې راغلي چې رحمت یې لومړی پاکستان ته واستاوه خو چې پاکستان ونه مانه افغانستان ته یې ولیږه.

د ناروې د پناه غوښتونکو د یوې تازه نظر پوښتنې په اساس له هرو لسو افغان پناه غوښتونکو چې خپل هېواد ته لیږل کیږي اوه تنه یې بېرته د تاوتریخوالیو په سبب افغانستان پرېږدي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په ۲۰۱۷ کال کې څه باندې درې نیم زره افغانان وژل شوي او اوه زره نور ټپیان دي چې دې چارې افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته ور استولو مسله لږ څه نوره هم د اندېښنې وړ ګرځولې ده.

په ۲۰۱۶ کال کې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې ترمنځ تړون لاسلیک شو چې له مخې یې په اروپا کې رد کېدونکي افغانان یا په خپله خوښه یا په زور خپل هېواد ته استول کیږي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG