د خیبر ولسوالۍ په لواړګي (لنډيکوتل) بازار کې سوداګرو او ځايي خلکو د اعتراض په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کړې چې د تورخم دروازه دې پرانیزي.
په تورخم کې د ګمرک د ایجنټانو د اتحادیې مشر مجیب شنواري، د سوداګرو او سیاسي ګوندونو استازو او ځايي قبایلي مشرانو په خپلو ویناوو کې دا غوښتنه مطرح کړې ده. د لواړګي بازار په باچا خان چوک کې راغونډو شویو اعتراض کوونکو غوښتنه کړې چې له افغانستان سره دې تړلې ټولې لارې د تجارت او عامو خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.
دوي ویلي چې د تورخم لارې تړل کېدو له کبله دوه اړخیز تجارت ځپل شوی او زرګونو خلک ورسره بې روزګاره شوي دي. د غونډې ویناوالو د پاکستان پر تګلارو نیوکې وکړې او پر حکومت یې غږ وکړ چې تجارت له سیاسته بېل کړي.
پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې وروسته له هغه وتړلې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر ۱۲ نیټه پاکستاني پوځيانو او د طالبانو د حکومت ځواکونو له يو بل سره نښتې وکړې. د پاکستان حکومت وايي، لارې ځکه نه خلاصوي چې د دوی په وینا، په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت دا نه تضمینوي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر خلاف نه کاریږي.
خو د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان بايد لارې د سیاسي فشار لپاره ونه کاروي. د طالبانو د حکومت دریځ دی چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي او په پاکسنان کې ناامني د پاکستان کورنۍ مسله ده چې په افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.
که څه هم د دواړو غاړو تجارانو او په خيبرپښتونخوا کې سیاسي ګوندونو له افغانستان سره د لارو خلاصېدو غوښتنې تکرار کړې دي خو پاکستان تر اوسه دا کار نه دی کړی.
طالب او پاکستاني چارواکو د قطر او ترکیې په منځګړتوب په دوحه او استانبول کې څو ځله خبرې اترې وکړې خو څه نتیجه یې ورنکړه.