د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۰

خبرونه

سلګونه افغانان د جمعې په ورځ له پاکستان او ایران خپل هیواد ته ستانه شوي

اسلام کلا بندر ته له ایران څخه د راستنیدونکو ګډوالو یو انځور ، ارشیف
اسلام کلا بندر ته له ایران څخه د راستنیدونکو ګډوالو یو انځور ، ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د جمعې په ورځ نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه کړای شوي دي .

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې له دوی څخه ۱۴۴۷ تنه له پاکستان څخه د تورخم او سپین بولدک له لارې اخراج شوي، او ۲۴۲ نور له ایران څخه د نیمروز او اسلام کلا له لارې ایستل شوي دي.

هغه دا هم اعلان وکړ چې له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو ځینو کډوالو کورنیو سره مرسته کیږي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په دې وروستیو کې وویل چې یوازې په یوه اونۍ کې په پاکستان کې ۲۰۶۳ افغان کډوال نیول شوي او بندیان شوي دي.

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل په ۲۰۲۵ کال کې په چټکۍ سره دوام درلود، او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د احصایو له مخې، په ۲۰۲۵ کال له پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو شمیر له یو ملیون څخه واوښت.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سعودي وايي، هوايي دفاعي سیستمونو یې د ۱۱ توغندو مخه نیولې ده

د سعودي عربستان رسنيو د سې‌شنبې په ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د هېواد په ختیځو سیمو کې ۱۱ بالستیک توغندي شنډ او له منځه وړي دي، او د ځینو توغندیو پاتې شوني د انرژۍ تاسیساتو ته نژدې لوېدلي دي.

د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې په لومړي سر کې څلور توغندي شنډ شول، او وروسته اووه نور بالستیک توغندي هم، چې همدې سیمې ته توغول شوي وو، له منځه یوړل شول.

چارواکو ویلي چې د احتمالي زیانونو ارزونه روانه ده.

په همدې حال کې، په خواله رسنیو کې د الجبیل په صنعتي سیمه کې د اور لګېدو تصویرونه خپاره شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس هم د سعودي د سرچینو په قول ویلي چې د دغه هېواد پر پېټروکیمي (کیمیاوي صنعت) تاسیساتو باندې برید شوی دی.

د الجبیل سیمه د انرژۍ او پېټروکیمي مهم تاسیسات لري.

په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو وار بیا لوړې شوې

د تېلو بیې نن (سې شنبې) وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ایران ته ګواښونه وکړل، یو وار بیا لوړې شوې.

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلي ضرب‌الاجل پورې هرمز تنګی نه پرانیزي، نو د دې هېواد ملکي تاسیسات به په نخښه شي.

په مقابل کې، تهران ګواښ کړی چې که دا کار وشي، نو د خلیج په سیمه کې به د انرژۍ تاسیسات په نخښه کړي.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د بوشهر اتومي بټۍ په شاوخوا کې د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافائل ګروسي، د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې د بوشهر اتومي بټۍ (د ایران په جنوب کې) پر شاوخوا سیمو باندې د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه وکړه.

د ښاغلي ګروسي په وینا، پر دې اتومي بټۍ یا د هغې پر شاوخوا سیمو برید «د اتومي خوندیتوب لپاره یو ډېر ریښتینی خطر دی او باید سمدستي ودرول شي».

د راپور له مخې، د متحدم ایالتونو او اسرائیل له خوا پر ایران د ګډو بریدونو له پیل څخه چې تر اوسه شاوخوا ۴۰ ورځې تېرې شوې، د بوشهر د ۱۰۰۰ میګاواټه اتومي بټۍ څلور ځله په نښه شوې ده. وروستی برید د تېرې شنبې په ورځ شوی و.

رافائل ګروسي زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې په یوه پېښه کې بم یوازې ۷۵ متره لرې له بټۍ ولګېد. هغه خبرداری ورکړ چې پر دې ځای برید «یوه جدي راډیولوژیکي پېښه رامنځته کولی شي، چې د ایران دننه او له دې هېواد بهر د خلکو او چاپېریال لپاره به زیانمنې پایلې ولري».

د اروپايي شورا ريیس پر ملکي تاسیساتو بریدونه عیرقانوني وبلل

د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا ویلي چې د ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیساتو په نخښه کول غیرقانوني او د منلو نه دي.

هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي:

«د منځني ختیځ له پنځه اوونیزې جګړې وروسته، ښکاره ده چې یوازې ډیپلوماټیک حل کولای شي د دې بحران ریښې ختمې کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ ایران ته ضرب‌الاجل ټاکلی چې هرمز بېرته پرانیزي، که نه د دغه هیواد برېښناکوټونه به له منځه یوسي.

ویل کېږي چې دا تنګی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سپاه پاسداران له خوا تړل شوی دی.

کوستا له ایران وغوښتل چې بریدونه ودروي او د سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي.

په کابل کې یوې مور ۵ ماشومان وزېږول

ارشیف
ارشیف

په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان کړی چې یوې افغان مور پنځه‌ګوني ماشومان زېږولي دي.

روغتون ویلي چې دماشومانو، له دې سره سره چې لا یې اووه نیمې میاشتې تېرې شوي، روغتیايي وضعیت ښه دی.

روغتون هیله څرګنده کړې چې دا ماشومان به په سوله او امن کې لوی شي.

د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۱۰ تنه مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل، چې د حمل له ۶مې نېټې راهیسې د قربانیانو شمېر ۱۱۰ مړو او ۱۶۰ ټپیانو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې ۷ تنه لا هم ورک دي. د ده په وینا زیاتره پېښې د سېلونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوي دي.

تر اوسه ۹۵۸ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۴۱۵ نور ه زیانمن شوي.

چارواکي وايي چې بارانونو او سېلونو کرنیزې ځمکې، لارې، د اوبو کانالونه او مالداري هم زیانمنه کړې ده.

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی.

په جرمني کې هغه لېوه چې یوه ښځه یې داړلې وه، برېښودل شو

د جرمني د چاپېریال ادارې ویلي چې هغه لېوه چې تېره اوونۍ یې په هامبورګ کې یوه ښځه داړلې او ټپي کړې وه، بېرته طبیعت ته خوشې شوی دی.

دغه حیوان ته د څرک لګولو وسیله (ټریکر) لګول شوې او اوس تر څارنې لاندې دی.

چارواکو خبرداری ورکړی چې که بیا مېشتو سیمو ته نژدې شي، ژر به اقدام وشي.

دغه لېوه تېره اوونۍ په یوه سوداګریز مرکز کې پر یوې ۶۵ کلنې ښځې برید کړی و.

د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر سید مجید خادمي وژل شوی

مجید خادمي
مجید خادمي

د ایران د سپاه پاسدران د اطلاعاتي سازمان مشر وژل شوی دی.

سپاه پاسدران نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) اعلان کړی چې د دغو پوځي ځواکونو د اطلاعاتي سازمان مشر تورن جنرال سید مجید خادمي وژل شوی دی.

دوی به له دې چې د پيښې جزییات روښانه کړي ویلي چې خادمي شاوخوا نیمه پيړۍ د سپاه پاسدران انقلاب په اطلاعاتي او امنیتي څانګه کې فعالیت کړی دی.

خادمي تېر کال د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په دغې څوکۍ وګمارل شو. دا وروسته تر دې چې هغه مهال د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر محمد کاظمي ووژل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ امریکا میشته فعالانو پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي

په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اعتراضي غونډه
په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اعتراضي غونډه

د متحده ایالاتو په کلفورنیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه غړو د طالبانو تر واک لاندې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي.

په دې اعتراضي غونډه کې چې پرون یکشنبه جوړه شوې وه د کلیفورنیا په مرکز سکرمنټو کې د افغانانو د بیلابیلو ټولنو استازو برخه اخیستې وه.

دوی پر افغانستان د پاکستان بریدونه تیری بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پېښې وڅېړي.

دوی دغه راز غوښتنه کړې چې پاکستان باید په دې اړه وضاحت ورکړي ځکه د دوی په وینا هغه هیواد په خپلو بریدونو کې تر ډېره ښځې، ماشومان او ناروغان وژلي او ملکي سیمې یې په نښه کړي دي.

که څه هم پاکستان په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړي خو پرون د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې په افغانستان کې له ۷ سوه ډېر ملکي وګړي وژل شوي او دغه راز شاوخوا ۶ سوه نور ټپیان شوي دي.


بغلان کې ترافیکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي

ارشیف
ارشیف

د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې تیره شپه یوې ترافيکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي چې پيښه د دوو ټانکرونو او کرولا موټر د ټکر له کبله شوې ده.

کورنیو رسنیو ویلي چې مړه شوي کسان د کرولا موټر سپرلۍ وه.

خبر کې راغلي چې یوټانکر موټر له پیښې وروسته یومخ سوځیدلی دی.

د پيښې لامل تراوسه معلوم نه دی، خو دا ډول پیښې تل د چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو او تنګو سړکونو له کبله رامنځته کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG