د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۶

د وینزویلا نیکولاس مادورو په یوه امریکايي زندان کې بندي شو


د وینزویلا نیکولاس مادورو او میرمن یې سیلیا فلورس نیویارک کې محکمې ته له وړاندې کیدو مخکې د هیلي کوپټر په وسیله انتقال او ټاکل شوي توقیف ځای ته ورسیدل.
د وینزویلا نیکولاس مادورو او میرمن یې سیلیا فلورس نیویارک کې محکمې ته له وړاندې کیدو مخکې د هیلي کوپټر په وسیله انتقال او ټاکل شوي توقیف ځای ته ورسیدل.

مادرو چې پر کاراکاس باندې د امریکايي ځواکونو د پرونیو بریدونو په ترځ کې ونیول شو او نیویارک ته ولیږدول شو. روسیې ، ایران او د وینزویلا ځینو نورو ملاتړو هیوادونو د متحدو ایالاتو دغه اقدام وغانده خو په تبعید کې د وینزویلا خلکو یې هرکلی  وکړ.

د وینزویلا نیکولاس مادورو، وروسته له هغه چې نیویارک ته ولیږدول شو، د امریکا په یوه زندان کې دی. ایران، روسیې او د سویلي امریکا یو شمېر متحدینو پر ونزویلا د حملو په نتیجه کې د مادورو نیول کېدل غندلي دي، خو د وینزویلا په جلاوطنۍ کې اوسیدونکو د دې اقدام هرکلی کړی دی.

لومړی فدرال اجنټانو په نیویارک کې مادورو د متحده ایالاتونو د مخدره توکو پر ضد ادارې ته بوته او وروسته یې په بروکلین کې د لوړ امنیت توقیف مرکز ته انتقال کړ.

مخکیني معلومات

امریکايی خبري شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ولیدل شول چې یوه الوتکه د امنیتي ځواکونو په بدرګه پرون د نیویارک ښارڅخه شمال لویدیځ لور ته سل کیلومتر لرې د ستیورات نړیوال هوايی ډګر ته ورسیده.

امریکايی خبري شبکو دغه کس د مادورو په نوم معرفی کړ چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې یې په وینزویلا واکمني کړې خو په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا لخوا د مخدره توکو په ارتباط تورن شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو امریکایي چارواکو د مادورو د نیولو لپاره د عملیاتو په اړه وضاحت ورکړ او زیاته یې کړه چې متحده ایالات به په موقت ډول وینزویلا "تر هغه وخته پورې" " اداره کوي" چې د واک انتقال په خوندي ، مناسب او عادلانه توګه ترسره شي .

ټرمپ پرته له جزییاتو خبریالانو ته وویل چې د خپلې کابینې ځینې کسان ګماري چې د وینزویلا مسئولیت په غاړه واخلي.

ټرمپ وویل: "دا خورا بریالی عملیات باید هر هغه چا ته خبرداری ورکړي چې د امریکا حاکمیت ګواښي یا د امریکایانو ژوند په خطر کې اچوي."

یو لوړ پوړي امریکایي جنرال وویل چې د څو میاشتو له تیاریو وروسته په وینزویلا برید کې ۱۵۰ امریکایي الوتکو برخه واخیستله.

خو د ولسشمر د مرستیالې ډیلسې رودریګوز په ګډون د مادورو لوی مرستیالان اوس هم په واک کې دي.

ټرمپ له میرمن رودریګوز څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او وویل چې هغه اساسا هغه څه کوي چې مونږ فکر کوو وینزویلا به یوځل بیا یو عظیم هیواد کړي .

خو میرمن رودریګوز د مادورو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له هیواده دفاع کوي.

بل لورته د واشنګټن له ملاتړه برخمن د وینزویلا د حکومت مخالفین دي چې مشري یې د نوبل د جایزې ګټونکې ماریا کورینا ماچادو لخوا کیږي.

هغې په خواله رسنیو کې ولیکل چې " د ازادي ساعت راورسیده ".

د امریکا لوی څارنوال پام بونډي وویل چې مادورو او د هغه میرمن - چې هم نیول شوې - په نیویارک کې د مخدره توکو د قاچاق په ارتباط جنایي تورونو سره مخ دي.

په کاراکاس د امریکا بریدونه او د مادورو نیول د وینزویلا د ځینو متحدینو او د ملګرو ملتونو دسرمنشي انتونیو ګوتیریس لخوا په کلکه وغندل شول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل د امریکا پوځي اقدام "خطرناک مثال" جوړوي.

خبري اژانسونو د سرچینو په حواله وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د جنوري په پنځمه نیټه د سهار په ۱۰ بجو د امریکا د عملیاتو په اړه د بحث لپاره غونډه وکړي. ډیپلوماتانو وویل چې کولمبیا چې روسیه او چین یې ملاتړ کوي، د غونډې غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG