د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ اعلان وکړ چې د وینزویلا ولسمشر او د هغه مېرمن نیول شوي او له دغه هیواده ایستل شوي دي.
تر دې مخکې د وینزویلا حکومت ویلي و چې پر خاوره یې د امریکا له لوري برید شوی او هغه غندي.
ولسمشر ټرمپ په خپله خواله رسنۍ (ټورت سوشل) کې کښلي: «د امریکا متحدو ایالتونو پر وینزویلا او د هغه پر مشر، ولسمشر نیکولاس مادورو، جې له خپلې مېرمنې سره یوځای و، پراخ بریالي بریدونه کړي، هغوی یې نیولي او په الوتکه کې له دې هیواده ایستلي دي. دا عملیات د امریکا د قانون له انفاذ سره سم ترسره شوي دي.»
د مادورو د نیول کېدو تر اعلان مخکې نن سهار وختي د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول او د بریدونو د ځایونو ویدیوګانې خپرې شوې چې ویل کېږي د شنبې شاوخوا دوه بجې شوې دي.
د وینزویلا حکومت تر اوسه د نیکولاس مادورو د نیول کېدو پخلی نه دی کړی، خو د دغه هېواد مرستیال ولسمشرې ډېلسي رودریګز ویلي چې د مادورو او د لومړۍ مېرمنې سیلیا فلوریس د اوسېدو ځایونه معلوم نه دي. رودریګز په تلویزیوني څرګندونو کې له واشنګټن څخه د دوی د ژوندي پاتې کېدو د ثبوت غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د جنورۍ د درېیمې نېټې برید په ټول هېواد کې د حکومتي چارواکو، پوځي پرسونل او ملکي وګړو د وژل کېدو سبب شوی دی.
خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د ګډوډۍ په منځ کې الوتکې د کاراکاس پر فضا ګرځېدې او د ښار په بېلابېلو برخو کې لوګي او لوخړې لیدل شوې دي.
د وینزویلا د حکومت د یوې اعلامیې له مخې، دا چاودنې نه یوازې په کاراکاس ښار کې، بلکې د میراندا، آراګوآ او لاګوایرا په دریو ایالتونو کې هم شوې دي.
رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ د کاراکاس د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې د ښار په جنوب کې یوې سترې پوځي هوايي اډې ته نژدې برېښنا پرچاو شوې وه، او د ښار په ځینو سیمو کې د لوګي لیدل کېدل او لوړ غږونه اورېدل کېدل. څو ساعته وروسته، همدې خبري اژانس راپور ورکړ چې د وینزویلا حکومت د شنبې په سهار بیړنی حالت اعلان کړی او له ټولو سیاسي او مدني ډلو یې غوښتي چې عمومي تیارسی پیل کړي.
تر دې وړاندې، د امریکا د سيبياېس شبکې یوه خبریال په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي و چې پر وینزویلا د برید پیل «د ډونالډ ټرمپ په امر» شوی دی.
په وینزویلا کې د راتلونکو بدلونونو څرنګوالی لا هم روښانه نه دی، خو د امریکا هوايي بریدونه او د مادورو نیول کېدل د کاراکاس د ځینو نژدې متحدانو لهخوا په کلکه غندل شوي دي.
مسکو، چې له وینزویلا سره نژدې اړیکې لري، ویلي چې د هغو راپورونو له امله ډېر اندېښمن دی چې ګواکې مادورو او د هغه مېرمن د واشنګټن د «تهاجمي اقداماتو» پر مهال په زوره له هېواده ایستل شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: «موږ د دې وضعیت د سمدستي روښانتیا غوښتنه کوو.»
ایران، مکسیکو او کیوبا هم دا برید غندلی دی.
اروپايي ټولنې او د پولنډ، بریتانیا، بلجیم او ایټالیا په ګډون، په اروپا کې ګڼو حکومتونو ویلي چې دوی روان وضعیت له نژدې څاري او په سیمه کې د خپلو اتباعو د خوندیتوب د ډاډمنولو لپاره کار کوي.
په همدې حال کې، ځینو نورو هېوادونو لکه اوکراین او کوسوو اعلان کړی چې له ترسره شوو بریدونو وروسته په کلکه د واشنګټن ملاتړ کوي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس په یوه بیان کې وویل چې مادورو «مشروعیت نه لري» او د هغه تر نیول کېدو وروسته یې د «سوله ییز انتقال» غوښتنه وکړه.