د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۹

ټرمپ: امریکا به د واک د خوندي، مناسب او عادلانه لېږد تر ډاډمنېدو پورې وینزویلا اداره کړي


د وینزویلا د ولسمشر تر نیولو وروسته، ولسمشر ټرمپ په خبرې کنفرانس کې
د وینزویلا د ولسمشر تر نیولو وروسته، ولسمشر ټرمپ په خبرې کنفرانس کې

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکا به په وینزویلا کې د واک تر سوله ییز انتقال پورې دغه هیواد اداره کړي.

ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ په مارالاګو کې په خپل استوګنځي کې خبرې غونډې ته وویل، موږ به دغه هیواد تر هغه وخته پورې اداره کړو چې د واک خوندي، عادلانه او سم لیږد ترسره کړو.

ټرمپ زیاته کړه چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن د شنبې په سهار د شپې په یوه چاپه کې ونیول شول او په متحده ایالاتو کې به محاکمه شي.

هغه دا عملیات د امریکا په تاریخ کې یو له ډیرو بریالیو پوځي عملیاتو څخه وبلل.

ده وویل چې دا د امریکا د پوځ په تاریخ کې د ځواک، وړتیا او د قدرت ننداره وه چې امریکایي ځواکونو په ډیره ښه توګه ترسره کړه.

ښاغلي ټرمپ څرګنده کړه چې په دې عملیاتو کې د امریکا هوایي، پلیو او سمندري ځواکونو برخه واخیسته.

د امریکا ولسمشر بیا وویل چې د نیکولاس مادرو له نیول کیدو وروسته به اوس د امریکا د متحد ایالتونو د تیلو ستر شرکتونه دغه هیواد ته داخل شي.

مخکې له دې، د امریکا لوی څارنوال پام بانډي په ایکس (پخوانی ټویټر) کې ولیکل چې نیکولاس مادورو او د هغه میرمن به ډیر ژر په امریکایی محکمو او د امریکا په خاوره کې د امریکا عدالت ته وړاندې شي.

بانډي دا هم وویل چې مادورو او د هغه میرمن د نیویارک فدرالي محکمې کې د یوې قضیې له مخې، د "مخدره توکو د ترهګرۍ " په ګډون له څو تورونو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG