په ترکیه کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي د نیولو، توقیف او ډیپورټ له ویرې ان له کورونو نه شي وتلی.
دوی وايي په وروستیو کې د ترکیې پولیسو د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او توقیف لړۍ پراخه کړې ده.
په استانبول کې مېشت یو افغان کډوال سردار احمدزي یکشنبه د جنوري ۴ مه ازادي راډيو ته وویل:
"په ترکیه کې نن سبا د افغان کډوالو وضعیت ډېر بد دی کوم کسان چې اسناد نه لري، هغوی ان له کورونو نه شي وتلی
"په ترکیه کې نن سبا د افغان کډوالو وضعیت ډېر بد دی کوم کسان چې اسناد نه لري، هغوی ان له کورونو نه شي وتلی، پولیس یې چې هر ځای ونیسي بندي کوي یې، ان کار ځایونو ته ورپسې ورزي او د ډیپورټ کمپونو ته یې وړي."
دی وايي همدا دوه ورځې مخکې یې یو ملګری چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل او قاچاقي لارو تر استانبوله رسېدلی وو پولیسو نیولی او اوس مهال په توقیف کې دی.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې د بې کارۍ او بې وزلې له زیاتېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان د کار په لټه په سختو او مرګونو لارو هڅه کوي چې ایران او بیا د ترکیې له لارې ځانونه اروپا هیوادونو ته ورسوي.
یو شمېر نور بیا د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه وتلي دي.
په ترکیه کې میشته یوه پخوانۍ افغانه خبریاله چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي دغلته د ډیپورټ او په وطن کې د مرګ له ګواښ سره مخ ده.
زما لپاره افغانستان ته بېرته ستنېدل نه یوازې سخت دي بلکې ناممکن دي
"زما لپاره افغانستان ته بېرته ستنېدل نه یوازې سخت دي بلکې ناممکن دي، خو له دې سره هم زه دلته د ډیپورټ له خطر سره مخامخه یمه، او دې وضیعت موږ له سختو کړاوونو سره مخ کړي یو."
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ترکیې ( ټي، ار، ټي ) رسني خبر ورکړی چې د دې هیواد پولیسو تازه ۳۲ افغان کډوال نیولي دي.
راپور کې ویل شوي چې د دیاربکر ښار پولیسو د جمعې ورځې په عملیاتو کې دغه افغان مهاجرین چې د فاضلاب په یوه ټانکر کې پټ شوي وو، وپیژندل او ونیول.
پولیسو نیول شوي کډوال د طبي معایناتو وروسته د بهرنیو اتباعو د لیږد مرکزونو ته استولي دي.
راپور کې ویل شوي چې د غیرقانوني افغان کډوالو په ګډون، پنځه نور کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
د ترکیې د کډوالو ادارې له دې وړاندې د تېرې ډیسمبر په ۲۴ مه راپور ورکړ چې په ۲۰۲۵ کال کې په ترکیه کې له ۱۵۲ زرو ډیر کډوال د قانوني استوګنې اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي دي.
د ترکیې د حکومت دې ادارې ویلي وو چې د دغه هیواد د پولیسو لخوا نیول شوي ډیری کسان افغان کډوال دي چې شمیر یې له ۴۲ زرو کسانو ډیر دی.
د ترکیې د کډوالو ادارې په ټکو له افغانانو وروسته، د نیولو شویو پناه غوښتونکو تر ټولو لوی شمېر په ترتیب د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران وګړي جوړوي.
په ترکیه کې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانانو نیول داسې مهال زیات شوي، چې ایران او پاکستان هم د افغانانو د نیولو او په زوره ایستلو بهیر چټک کړی، او هره ورځ زرګونه کسان له دې دوو هیوادونو ایستل کیږي او افغانستان ته ستنول کېږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې ډیسمبر په ۳۱ مه په خپله اېکس پاڼه ویلي و چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲ میلیونه او ۸ لکه افغانان هیواد ته ستانه شوي دي، که څه هم نوموړي نه دا وو ویلي چې دا کسان له کومو هیوادونو راغلي خو د د بخښنې نړیوال سازمان د قوس میاشتې په وروستیو کې راپور ورکړ چې یوازې ایران او پاکستان سږ کال له ۲.۶ ملیونو ډیر افغان کډوال شړلي، خو ترکیې او تاجکستان هم په زرګونو نور افغانستان ته ستانه کړي دي.
دې سازمان ټینګار کړی چې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو له مستندېدو سربېره هم، د ایران، پاکستان، ترکیې، تاجکسان، جرمني او اتریش په ګډون یو شمیر هیوادونه هڅه کوي چې افغانان هغه هیواد ته ستانه کړي چیرې چې په پراخ او سیستماتیک ډول په کې بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې سرغړونې کیږي.