افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند،د ترکیې د استخباراتو لخوا د اسلامی دولت / داعش د خراسان ډلې دیوه لوی غړي د نیول کیدو د رپوټونو په ارتباط محلي رسنیو ته ویلي چې یاد کس له فرضي کرښې پورې غاړه نیول شوی دی .
ذبیح الله مجاهد اریانا نیوز خصوصي رسنۍ ته ویلي : "موږ دا موضوع په رسنیو کې ډېره روښانه کړه او په مطبوعاتي کنفرانسونو کې مو هم یادونه وکړه. دا دهماغو څرګندونو نتایج دي چې نن یې مونږ وینو."
سره لدې چې انقرې رسما څه نه دي ویلي خو د ترکيې انادولو دولتي خبري اژانس دوشنبې ناوخته ( دیسمبر ۲۲ مه ) د امنیتي سرچینو له قوله رپوټ ورکړ چې د دغه هیواد استخباراتو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د پراخو عملیاتو په ترځ کې د "مهمت ګورن" په نامه دغه ترکي تبعه نیولی دی.
رپوټ کې نوموړی په ترکیه ، افغانستان ، پاکستان او یوشمیر اروپايي هیوادونو کې پر ولسي خلکو د انتحاري بریدونو طراح بللی شوی دی .
په رپوټ کې راغلي دي چې مهمت ګورن له ترکیې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته تللی و، هلته یې د داعش په اډو کې فعالیت کاوه، او په تدریج د دغې ډلې د مشرتابه حلقې ته رسیدلی و.
د انادولو خبري اژانس پرته له نورو جزییاتو رپوټ ورکړ چې د ترکیې د استخباراتو لخوا د نوموړي د اوسیدو ځای مشخص او هغه ونیول شو او وروسته ترکیې ته ولیږدول شو.
د سیاسي چارو کارپوه او څیړونکی سمیع یوسفزی وايي دا احتمال شته چې دغه عملیات به د ترکیې او پاکستان او تر یوه بریده د افغان طالبانو په همکارۍ ترسره شوي وي.
"د ترکیې د استخباراتو لخوا د دغه کس نیول کیدل، چې پاکستان کې د داعش د ویاند د نیول کیدو له خبر وروسته ترسره کیږي، ښيي چې د سیمې هیوادونه لکه ترکیه او پاکستان او کیدای شي افغانستان هم د پردې ترشا د نړیوالو اورپکو خلاف د استخباراتي همکارۍ تر چتر لاندې له یو بل سره ګډ کارکوي."
پاکستان د تیرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د سلطان عزیز عزام په نامه د داعش د خراسان ډلې یو لوړ پوړی غړی یې نیولی دی .
په پیل کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ټیم د نوموړي د نیول کیدو خبر ورکړی و.
تر دې مخکې، د طالبانو یوې سرچینې تیره اونۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړې وه چې په بدخشان کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای عملیات شوي دي.
سرچینې ویلي و چې دغه پټنځای د هغو کسانو و چې په تاجیکستان کې یې پر چینایانو باندې وروستي برید کې لاس درلود.
سرچینې پرته لدې چې نور جزییات ورکړي، دومره وویل چې په پټنځای کې میشت کسان بهرنیان وو.
په هغو بریدونو کې چې د نومبر په ۲۶ او ۳۰ مه د تاجیکستان د شمس الدین شاهین او درواز په ولسوالیو کې وشول ۵ کسه چینايي کاریګر ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.
دوشنبې هغه مهال ویلي و چې دغه بریدونه د افغانستان له خاورې طراحي شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار د داعش ګواښ کم اهمیته ګڼلی او ویلي دي چې دا ډله افغانستان کې ځپل شوې ده.
خو د امنیتي چارو کارپوه او د برلین د پوهنتون استاد محمد اسحاق اتمر خبرداری ورکوي چې که چیرې سیمه ایزه همکاري نه وي نو د داعش ګواښ کیدای شي جدي شي.
"د جمهوریت له پرځیدو وروسته د دغې ډلې تمرکز له افغانستانه ورهغه خوا دی. مونږ یې نښې د منځني اسیا په هیوادونو لکه تاجیکستان، او روسیه کې لیدلي دي. که چیرې د هیوادونو تر مینځ ریښتونې همکاري نه وي، دغه ګواښ به لوی شي."
د داعش ډلې خراسان څانګې په وروستیو کلونو کې په افغانستان، پاکستان او نورو هیوادونو کې د مرګونو بریدونو مسئولیت منلی دی.
دغې ډلې د تیر ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه سالون برید وکړ او څه دپاسه ۱۴۰ کسه ووژل شول.
په تازه پیښه کې دوو بریدګرو د استرالیا د سیدني ښار د بوندای په ساحل کې د یهودانو د حنوکا د مذهبي اختر په لومړۍ ورځ برید وکړ او ۱۵ کسه یې ووژل.
تحقیقاتو کې وویل شول چې برید ګرو چې پلار او زوی دي، له داعش الهام اخیستی وو.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو ورځې مخکې خپل راپور کې وویل چې په افغانستان کې د داعش ډلې د کسانو شمیر شاوخوا ۲ زرو تنو ته رسیږي.
رپوټ وړاندې وویل چې دغه ډله په نړیواله سطحه د بریدونو هڅه کوي ،غواړي خپل زور ښکاره کړي، نوي کسان او مالي منابع جلب کړي.
خو افغانستان کې د طالبانو حکومت تل ویلي دي چې هیڅ اورپکې ډله افغانستان کې فعالیت نه لري او د ۲۰۲۰ کال د دوحې د تړون له ژمنو سره سم دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان له خاورې نور هیوادونه تهدید کړي.
خو امنیت شورا د طالبانو دغه ادعا " بی اعتباره " ګڼلی او ویلي دي چې داعش خراسان ډلې د افغانستان په ځینو سیمو کې د کوچنیانو لپاره مدرسې جوړې کړي او خصوصا له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومانو ته فکري او د انتحاري بریدونو روزنه ورکوي.